نظــر

شیخ صاحب دلاور؛ او د سیاسي ټيکو ماتوونکې فتوا!

استاد زمان مزمل

د جذب او هڅونې په کنفرانس کې د دارالافتاء مشر بخښنه غواړم د معدنو وزیر شیخ شهاب الدین دلاور صاحب د خپلې عالمانه وینا په لړ کې خپلو طالبانو ته د فتوا بدیل داسې خبرې وکړې چې د طالب په ځای یې آن د مجاهدینو د تېرو سیاسي ټېکو پر ضد د ملت او هوښیارو افغانانو غوصه سړه کړه.

شیخ دلاور صاحب وویل:
که چا وویل چې ما جهاد کړی او زه ددغه چوکۍ مستحق یم د هغه کړی جهاد باطلېږي.
زه تعجب کوم چې پس د دېرشو کلونو یؤ مُلا په افغانستان کې په راسته اړخ راپورته شو او دا د چوکۍ د ټېکدارانو پُوز یې پر خاورو وموښه.

د قران لویه معجزه همدا ده چې هغه د انفاق في سبیل الله او د خدای له پاره د جهاد په تدابیرو کې په اکثرو ځایو کې في سبیل الله کلیمه او یا یې معادل او یا داسې ملحقات په عینې مطلب یا د مطلب په اخر کې اضافه کوي چې في سبیل اللهیت پکې لومړی او وروستی شرط دی.

زموږ حریفانو د سیاسي مبارزو په دوران کې همدا تصویر له موږ اسلامپالو افغان ملت ته وړاندې کاوه چې دوي دین د دنیا وسیله کړی جهاد د ارګ او چوکۍ لپاره کوي او نجیب په ولایاتو باندې د نیمه امپراتور قومندانانو په تسلط کې همدا ویره او همدا تصویر ملت ته ورکاوه چې دوي دا هر څه د ارګ او چوکۍ لپاره کړي او کله چې مجاهدینو د تېر وخت د حریف ناحقه تهمت رښتیا کړ او د چوکیو جګړې یې پر کابل وتپلې بلکې هرې ډلې پکې یواځې د ځان لپاره د ټول افغانستان اقتدار غوښت.

رښتیا رښتیا یې چې ددغه وضیعت د شخصي مجالیسو او د فیسبوک دنیا د نجیب د کړو خبرو ګټلی میدان کړ.
طالب چې په یؤ ډېر بدرنګه تصویر کې د سیاسي ټېکې چاپه پر کابل او ولایاتو وغورځوله زموږ په شان کسان چې په نیمو شپو کې مو د مذهبي طالب لپاره دعاګانې کولې موږ یې د خپل او دعا په هکله هیښ حیران کړو.

کاشکې په دې ټېکه او انحصار کې طالبان ملي چلېدلي وای او دغسې چې د معدن محترم وزیر د معدنو د قرارداد په اړه خپل تعامل میداني کړ داسې هر چا علی الاقل یوه سپینه خبر کړې وه او د طالبانو د سیاسي ټېکه دارۍ نه لږ په شا شوي وای.
د چوکیو په سیالۍ کې یې د افغاني نجونو په تړلو مدرسو او په کابل او ولایاتو کې د وږو او بېکارو په اړه داسې نوښتونه کړي وای چې هر چا پکې ویلي وای چې کاشکې دا مولوي صاحبان په اول ځل امریکا پرې ایښي وای.

یقیناً د اسلامپالو سیاسي پالیسۍ په یؤ ټیټ تهذیب کې د سیاسي ټېکو نه پورته نه شو بلکې په تېر وخت کې په هر وزارت کې د وزیر د باجه زامن، خاله زامن او د نوې ښځې اوښیګان بلکې قوم او نیم وزارت د همدغو مجاهدینو د تسلط له مخې رنګ اخیست او طالب خو په خپل دغه وطن شموله سیاسي ټېکه دارۍ کې د تېرو ریکارډ مات کړ.

د شیخ صاحب دلاور فتوا او دریځ که څه نور شیخان یې تایید او بدرګه کړي دا به دا امت او اسلامپال ددې بد تور او پېغور څخه وژغوري چې دا جهادونه د چوکۍ لپاره وه، اسلامپال دین د دنیا وسیله ګرځوي او داسې نور بلا تهمتونه.

زه چې د تېر سېکولر ډؤله مشرانو په چوکیو او په لنکروزرو کې د طالبانو نرګسي نخرې او اکټونه وینم چې هغوی د تېر نظام فرسوده vip تهذیب په امنیت او اداري سلسله مراتبو کې ټکی په ټکی کاپي کوي او مُلا پکې داسې درباري ادارې جوړې کړي چې یؤ واسطه والا یې په میاشت کې نشي لیدای غریب او بېچاره خو په ځای پرېږده.
دغه په غلچکي ډؤل په کابل کې په ادارو باندې د زوړ نظام مسلط تهذیب له هرچا نه مخکې د مُلا لنګوټي او زموږ د دین لپاره پېغور دی.

کابل او د مُلا کابل باید د زوړ پرنګي نظام ادارې او امپرالیستي سلسله مراتب دومره مات او کم کړي وای چې یواځې وږي ملت له هغوی سره د همدې تغیر او بدلون په مزو او چړچو کې ګوذاره کړې وای، نود نود پاتې دی، چهل چهل پاتې دی، چاپې چاپې پاتې دي او د غلطو راپورونو خو سوال مه کوه.

دا ټول د یؤ کال اوږده چانس نه بعد د طالب د جهاد او انقلاب په وعدو او ارمانو کې د ملت لپاره څه لري، کومه لویه کشاله حل شوه، د نجونو مکتبونه ازاد شول، پوډریان له بازار پورته او تنظیم شول، د ځوان او تعلیم یافته نسل فرار کابو شو، د جوماتو او د جمعې د لمونځونو محشر سوالګر ماشومان او کونډې په کور شوې، د دولتي پرېمانه موټرو او لنکروزرو معامله د کاناډا او یا د بل اروپایي ملک د صدراعظم او وزیرانو کچې ته راټیټ شو؟

که څه هم له اورېدو مې اورېدلي چې د پوډریانو او سوالګرو په اړه جدي پلان وي ولې طالب مشرانو ته د مداخلو په کوربه افغانستان کې چې هر ماښام پکې ګاونډیان د یوه بل ډاکټر ایمن الظواهري ډیزاین کړې ماجرا جوړوي دغو طالب مشرانو ته وایم تېر فرصتونه طلایې فرصتونه ول.

له هر څه مخکې د اعتراف مسئلې ته چې زموږ د نړۍ د ګُذارې وروستی درشل دی له هر څه نه مخکې په ګاونډیانو او دنیا ځان ومنۍ که نه له ملت سره د دغه حالت حساب شته د خلکو باورونه درسره په ترانزیټ مه بدرګه کوئ.

په ډېرو کې د ولس او ددنیا خبره یوه ده ،ضعیف مشاورین مبادا لکه تېر نظامونه یې او اشرف غني یې چې پر کندو برابر کړ مبادا کمزور مشاورین مو لکه د تېر ځل په شان په کنده وربرابر کړي.

خلک او ملت د تېر جهنمي څلویښت کلن دوران وروسته چې بهر ته فرار او په داخل کې بېکارۍ قیامت جوړ کړی خلک له سیاسي ټېکه دارو په کوم تحول د یوه ښه سبا انتظار وباسي.

بیا هم د محترم شیخ دلاور صاحب د انحصار او ټېکې د کنګل دغه ماتوونکې فتوا پکې یؤ سیاسي موړ دی، ولیدل شي چې د حکومت او مشرانو په دننه کې اورېدونکي غوږونه پیدا کوي او که نه؟.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx