شعـــــرونه

د هیلو لار/ محصل

صابرجان محصل

په سپين کاغذ سپينې خبرې له شبګيره ليکم
غزل مي ستا د خوږې مينې له تأثيره ليکم

له کهکشان دي لټوومه د کُرې په جبین
د تزيون خیال دي د ستورو له ځنځيره لیکم

ته د يعقوب په اولاده کي د يوسف په مثال
ټول ښايستونه ستا د حسن له تصویره لیکم

د تخیُل په ټال کي ستا د زلفو بوی لټوم
بوستان د عشق ستا د ګلو له تعمیره لیکم

د مست جنون د هیلو لاره به يې څارم مدام
د سبا ورځ يې د خواږه خوب له تعبیره لیکم

باغ د دیدن به یې سیراب شي په اوبو د زم زم
حاصل ثمر يې د صابر زړه له تقديره لیکم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx