نظــر

د ویاړمنې فتحې او آزادۍ تر سپیڅلي مداره!

حمادافغان شیرزاد

د جګړو له امله د افغانستان په څیر د یو زرخیزه هیواد هیڅ برخلیک نه وه مالوم، قومي او سمتي تعصبونه تر اوج رسیدلي وه، پردي استخبارات پر خپلو کارونو لګیا وه، د افغانستان د تجزیې ډولونه غږېدل، چا بیا وېل چې افغانستان به په بیلا بیلو قومي پاچاهیو وویشل شي او چا بیا د افغانستان د بیا ورانۍ او بربادۍ مکار خوبونه لیدل.

د کائناتو مالک تل د مؤمنو بندګانو او هغه قومونو ته د سختۍ وروسته رحمت او آساني ورکړې، چې تل یې د خپل دین ننګه کړې، پردي یرغلونه او غلامۍ یې نه دي منلي، بلکې تل یې د قربانۍ، فداکارۍ او مبارزې میدان ته رادانګلي، پر خپل ایماني قوت او نشت وسایلو یې د څو چنده قوي دښمن سره مقابله کړې او د رب په ځانګړي نصرت یې بریا پخپل نوم کړی.

د اسد ۲۴مه د افغان ملت د آزادۍ، د ناټو، امریکا او د دیمکراسۍ د ماتې یوه ویاړمنه ورځ ده، هغه ورځ ده چې د سبا کولو لپاره یې زرګونه یوسف مخي او دنګ قامتي ځوانان کباب شول، زرګونه ښځې کونډې، میندې بورې او کوچنیان یتیمان شول، څوک بیا تر وحشي زندانونو یوړل شول، چا بیا د کیوبا، پلچرخي، باګرام او د امنیت وحشي زندانونه تیر کړل، د چا بیا تر ننه درک نشته، د چا بیا نن هم په ریګستانونو کې هډونه راؤځي او څوک بیا مظلومانه ژوندي تر خاورو لاندې شول؛ هو دا یواځې د همدې لپاره چې دلته د اسلامي نظام نفاذ وشی، امن قائم او ولسونه د آرامۍ ساه واخلي.

ماته هغه وخت رایاد شي، کله چې د خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم د نبوت اعلان وکړ، هلته یې دښمني پیل شوه، خپلو خلکو له خپل کلي وویست، خو یو ورځ هماغه پیغمبر د خپلو ملګرو سره فاتحانه خپل کلي ته داخل شو، عامه عفوه یې وکړه او د یو د امن یو مثال یې قائم کړ، دلته هم هغسې وشؤل، همدوي له ښارونو وویستلو، په کلو او رغونو کې یې نه پریښودلو، آن تر دې چې د غرونو په څوکو او څمڅو کې یې هم تر تیغ تیرولو، خو د خدای نصرت او وعده بیا بیله وه، موږ په خلیلي عزم، ابرهیمي هوډ او محمدي تکل صبر وکړو، مبارزه مو وکړه او بیا ځلې فاتحین راغلو، هماغه خلګ چې پرون یې موږ له کورونو شړلي وو، وژلو او ربړولو یې؛ موږ ورته عفوه وکړه او یو ځل بیا مو دا ثابته کړه چې موږ یواځې د اسلامي نظام او امن د نفاذ لپاره راغلي یو، دیمکراسي ختموو او پر ځای یې یو روڼ او سوچه نظام قائموو.

هوکې؛ آزادي مو واخیسته، د دیمکراسۍ په ځای اسلامي نظام نافذ شو، خو د دریدلي او کړیدلي ولس د هوساینې لپاره زیات کار ته اړتیا ده، پر ځای د دې چې موږ د پخوانیو په څېر یواځې په جبر او په زور حکومت وکړو، باید د ولس زړونه لا خپل کړو، دلته بیا څوک پرینږدو چې امن اخلال او ولس له ځان سره ودروي، ولس ته اسانتیاوې برابرې کړو.

د آزادۍ او د دغه لوړ نعمت شکر یواځې په الحمدلله او الله اکبر نه اداء کیږي، بلکې د هر کار ځانته شکر دی، موږ باید د اسلافو په څیر حکومتولي وکړو او ولس ته د تعلیم زمینه مساعده کړو، کار ورته برابر کړو، کله چې د عثماني خلافت قیام وشو، نو یو مشر یې له بل پوښتنه وکړه، چې ځوانه د نظام مو نافذ کړ، اوس به یې ساتنه په څه باندې کوو، هغه ورته ووېل چې په علم او عدالت سره، که مو علم خپور کړ، عدالت مو تأمین کړ، نو بیا دا بریا ستاسو ده، تاسو بیا ان شاءالله د اسلامي نړۍ نور مات ولسونه هم یو ورځ منسجم کولای او تیر تاریخ یوځلې بیا اعاده کولای شئ؛ خو که مو علم او عدالت ته مخه کړه.

د هیواد د لا پرمختګ، آبادۍ او سوکالۍ په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx