نظــر

اسلامي امارت؛ د ولس د درنو قربانیو ثمره او ستره هیله!

محمد آصف آزاد

د اسد ۲۴ مه؛ رښتیا هم ستره او مبارکه ورځ ده؛ هغه ورځ چې د ولس د خورا درنو، بې سارو او تاریخسازو قربانیو د ثمرې ترلاسه کولو ورځ ده!
ځینې لیکوالان او شنوونکي مشران او ملګري هڅه کوي چې د اسلامي امارت په یو کلنه دوره کې د مختلفو لویو لاسته راوړنو او بریاوو باندې وغږیږي او لیکنې وکړي. رښتیا هم، لله الحمد چې دې یو کلنه دوره کې سره د ډېرو لوړو ژورو او پېچومو او د دښمنانو د پوره هڅې سره سره امارت هسکه او بریالۍ غاړه روان دی او په ګڼو برخو کې یې سترې او د پام وړ بریاوې ترلاسه کړي.
خو زه غواړم یوې بلې لاسته راوړنې ته اشاره وکړم، هوکې د دې ټولو بریاوو څخه هم سترې او شهکارې بریا ته!

هو، د امنیت، اقتصاد، اوبو، برېښنا، او ګڼو نورو برخو کې به بریاوې وي؛ د دې ټولو بریاوو سره سره د اسلامي امارت مبارک اسلامي نظام قیام خپله لویه بریا ده چې لله الحمد موږ له درنو قربانیو، ستړیاوو، شهادتونو، هجرتونو او زندانونو وروسته ترلاسه کړې. آن د څو لسیزو د قربانیو او منډو ترړو مبارکه ثمره مو موندلې.

افغان مسلمان ملت د اسلامي امت هغه باایمانه او قهرمان ملت دی؛ چې د اسلامي نظام لپاره یې درنې او پرلپسې قربانۍ ورکړي. نه یې د شرق یډیالوژیو ته سر ټیټ کړی او نه د غرب ډیموکراسۍ ته خم شوی. که کوم وخت د کمونېزم خوني او ناترسه ښامار ژامه را اوږده کړې او که د غرب تاړاک سړیخورو هجوم راوړی؛ د دې ټولو په وړاندې یې شعار الله اکبر دی!
ټولو کفري او پردیو جاهلي نظریو ته یې په ډېر جرئت او په ډېره مېړانه “نه” ویلي دي.

که ها بله ورځ یې د کمونېزم ټغر ټول کړ، نو پرون یې د ډیموکراسۍ ګیلم خپلو راوړونکو ته ور په شا کړ او له دې مسلمانې خاورې یې خړ مخي او نامراده وشړل.
افغان مسلمان ملت که د کمونېزم په خلاف د جهاد او مبارزې بیرغ پورته کړی و او که پرون یې غربي یرغل او ډیموکراسۍ پر خلاف توره ښکلې وه؛ نو هدف او ارمان همدا یو و؛ هوکې “خپلواکي او اسلامي نظام”!

د یو څه ارزښت ښایي له دې هم معلوم کړی شو، چې د ترلاسه کولو قېمت ته یې پام وکړو. د دې مبارک نظام له قېمت څخه ښایي هغه وخت خبر شو، چې پام وکړو چې دا نظام مو په څومره دروند قېمت ترلاسه کړی. شاوخوا پنځه لسیزې د همدې مبارک هدف لپاره بلها قربانۍ ورکړل شوې، بلها ککرۍ ورغړېدې، بلها ځوانۍ ونړېدې، ډېرو میندو د خپلو بچیو فراق وزغمه، ډېرو پلارانو خپلې د زړه ټوټې ورته نذرانه کړې او ډېرو خویندو ورته خپل ارمانونه خاورې کړل، ډېرو زلمیو ورته تر سینو باروت تاو کړل او ډېرو ځوانانو د بېرحمه دښمن زولنې ستړې او زړې کړې. بې له شکه او بیا هم بې له شکه چې د دې ټولو درنو او تاریخسازو قربانیو هدف او ارمان خپلواکي او اسلامي نظام و.
ځکه خو وایو چې اسلامي امارت د دې مېړني مسلمان ملت د درنو قربانیو ثمره او د لسیزو ستره هیله او ارزو ده!
همدلته ده چې پوهېږو او د نظام قېمت درک کوو، او له لوراند خدای پاک څخه د دې عظیم نعمت شکر اداء کوو. او له الله تعالی څخه یې د ثبات، استحکام او پیاوړتیا دعا کوو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx