ټولنیزه برخه

تصوف وپيژنئ!

حامد حبيب

تصوف يو لوي عنوان دي چې ډير کتابونه ورباندې لیکل کيدای شي؛ په يوه مقاله کې رانغاړل يې خورا ستونزمن دي. خو ممکن دا څو کرښې مو د تصوف په باب يو څه پوښتنې ځواب کړي.

د ډيرو ځوانانو فکر د تصوف په اړه له هغه ويډيو کليپونو متاثره دي کوم چې په خواله رسنیو کې نشريږي.
تاسې صرف هغه تصوف ليدلی چې چينه يې له غرب څخه سرچينه اخلي ده.

هغوي صرف د تصوف د بدنامولو نهايې هڅې کوي‌‌. ځکه که د يو کس د نفس واقعې تزکيه وشوه، هغه باندې د غربې افکارو زهر اسانه اثر نه کوي.

تصوف په اسلام کې ځانګړي ځاي لري متعال الله ج فرمایي: «فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُوا لِي وَلَا تَكْفُرُونِ.
د تصوف په واسطه د يو شخص په زړه کې د اسلام مراندې لا قوي کیږي.
تصوف دي چې يو بد اخلاقه کس کې حميده اخلاق پيدا کوي.
تصوف دي چې يو شخص کې ايمانې جذبه ژوندۍ ساتلی شي.

تصوف دي چې د انساني غريزو قابو کولو کې انسان ته د ايمانې قوت لويه توره په لاس ورکوي.
له ياغې انسان څخه صيقل شوي انسان جوړوي؛ ترڅو مستقيمه لاره ومومي او هغه هدف ته لبیک ووايي د کوم لپاره چې په دنيا کې پيدا شوي.

تاسې صرف هغه څو ورځې مخکې غربې پير چې افغانستان ته راغلي و ليدلي دي؛ قضاوت مو له هغه اړخه مه کوئ‌.
داسې خلکو باندې مه غلطيږئ؛ د هغوي اعمال وڅارئ.
ځکه دا ډول خلک اکثره ښه نيت نه لري.

ځينې ملګري ادعا کوي چې خليفه صاحبان خلکو ته وايې چې کله ذکر کوي زما قواره ذهن کې انځور کړي بيا ذکر کوي. دا ادعا مو مطلقه غلطه ده که چا دا کار وکړ نو يقينې چې شرک يې وکړ. که زما خبره نه مني. د لا ښه ثابتولو لپاره ورشئ يو ځل له يو واقعې خليفه صاحب سره کښيني او د ذکر وظيفه ترې واخلي.

هيڅ واقعې خليفه تاسې ته نه وايې چې په حضور جوړولو کې زما څيره ذهن کې انځور کړه.
مگر تل دا نصيحت کوي چې خپل اعمال اصلاح کړئ او په حضور جوړولو کې صرف اړيکه له الله ج سره جوړه کړئ او زړه ته په توجه سره د متعال رب نوم ذکر کړئ.

په طريقت کې دا اصل دې کوم کس چې د خليفه د پکړی ول پر سر کوي د هغه لپاره دينې علم لازم دي‌.
څوک چې دينې عالم وي، هغه ته شرک تر موږ لا بهتر معلوميږي.

په درنښت!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx