
د اګست پنځلسمې هيښونکې فتحه
ډاکټر عبدالرحمن شهيد زاده
دا چې دوه ويشت کاله د مخه د نړۍ آبر ځواک قوت د ټولو بين المللي نورمونو پر خلاف د ټول مادي ځواک تر خوا د اته څلويښتو هيوادو په فوځي او لوژيستکي ملګرتيا پرته د تاريخ د شاليد په نظر کې نيولو د اسيا په دغه هيواد چې په هر لحاظ کمزوری هيواد و چې په هيڅ مورد کې له يرغلګر لوري سره نشو پرتله کيدای خو بيا هم نوموړو د خپل قوت ارږمۍ ويستلو او خپل مادي ځواک ننداري ته وړاندې کولو په موخه څه غير معقول دسايس په مصنوعي ډول رامنځته کړل او د پړي ګوته يې افغانستان غوندي بيچاره هيواد ته ونيوله،چې بويا د افغانستان د وخت واکمنو هغو مستضعفو مسلمانانو ته پناه ورکړي چې غرب او امريکا يې د لټون او ژلو په هڅه کې وو.
د امريکا متحده ايالاتو د وخت صدر جورج ډبليو بوش په افغانستا د پريکنده يرغل تابيا وکړه، ددي تر خوا چې د ناټو مسيحي هيوادونه په دغه حمله کې يې ګډون وکړ، له بده مرغه نام نهاد اسلامي هيوادو هم په مستقمه او نامستقم ډول د امريکا د وخت صدر بوش د پليتو عزايمو حمايت وکړ.
د اسلامي امارت تر رهبري لاندې حکومت چې په ١٩٩٤ زيږديز کال کې د انارشيزم تر پرځولو وروسته په افغانستان کې واکمن و او افغان مسلمان ولس د يو ازاد خپلواک اسلامي نظام څښتن و، ١٣٨٠/٨/٥ ه ش نيټي دا هرڅه بدل کړو،دامريکا B52 په مټ جنګي الوتکو،خوشيې بمونو،کپميايې او بيلوژيکي اسلحو له بيباکه استعمال سره اسلامي امارت عقب نشيني وکړه او په هيواد بيا ځل انارشيزم دامريکا په ملاتړ واکمن شو.
غرب ورسره افغان لنډغرو په مشرۍ چې کومه انتقالي دوره د حامد کرزي تشريفاتي مشر په قيادت چې کوم حکومت په تحملي شکل په افغانستان وتپل شو، ورسره جوخت د اشغالګرو او ملګرو له اړخه زموږ هيوادوال د هيواد په ګوټ ګوټ کې سخت وځپل شو، له کورو وويستل شو، په بېلو بېلو نومونو بګرام، پلچرخي او ګوانتنامو وحشي زندانونو ته وليږل شو او هلته ټول هغه وحشتونه ورسره وشو، چې د بشريت تاريخ يې د ربړونو په ميدان کې وننګولو.
همهاله داسلامي امارت په رهبري کې د صليبي اشغال په وړاندي جهادي يون صفوف ورځ تر بلي منظميدو چې امريکا او ناټو يې اړه کړو تر څو خپله ماته ومني هغه و چې له افغان ولس سر د مذاکراتو ميز ته يې ګونډي ووهلي چې اړوند مذاکراتو نيږدي دوه کاله وخت ونيولو چې پايله د حوت لسمي دوحي اشغال دخاتمي تړون شو.
خو کله چې يرغلګر لوري ماته وخوړله بيا هم انديښنه دا وه، چې د غرب په نوښت رامنځته شوي اداره چې په خورا عصري تسليحاتو سمبال وه، ونه پرځي او کيدايشي داسلامي نظام په وړاندي مقاومت وکړي، خو بر عکس دا هر څه په ناڅپي ډول بدل شو.
هغه و چې تير کال د اګسټ پر پنځلسمه په داسې حال کې چې اشغالګرو شتون لرلو کې داکابل اداره ړنګه او دکابل په واټونو او ارګ کې سپين توغ ورپيد اشغالګرو دشپي تپي تياري څخه په ګټه اخيستلو په مړو سترګو پښي سپکي کړي او تالي څټي يې په سرو سترګو ايله کړو،دکابل فتحي نړۍ او سيمه هيښ کړه،ځکه هيچا داتصور نشو کولاي چې يو ځل بيا دافغان مظلوم ولس ازادي له ټولي کفري نړۍ او ملګرو منافقانو څخه واخلي خو دالله(ج) فيصله بر عکس وه.
د نوموړې فتحې يو کال تير يږي چې غرب او ملګري هک پک او نارامه دي چې اوس يې درسميت مسٸلي شاربلو سر خپله غوسه سړه وي