نظــر

د اسد ۲۴ که د بدر غزا تاریخي یاد

مولوي ضیاءالحق حسان

په ۲۰۱۱ میلادي کال د سپتمبر په ۱۱ نیټه مغرورې نړۍ د آسیا زړه د ګلونو په ټاټوبي د شرعي نظام د ښکلا جلوې نه شو زغملای ځکه یې ټولې نړۍ ته زارۍ شروع کړې چې ورسره مل او د غازي هیواد خاوره یرغمل کړي د هغه وخت فرعون بوش دا جګړه صلیبي ونوموله د هیواد هره برخه یې د نظامي یرغل لاندې راوستله او په خورا لږ وخت کې یې د ګلونو ټاټوبی اشغال کړ.

لومړي کلونه د راغلو لپاره نسبتاً آرام وو دوی فکر کولو چې نور یې د آسیا زړه (افغانستان) اشغال کړ خو دوی نه پوهیدل چې د زمریالیو خاوره لوی رب د امپراتوریو د قبرستان له ویاړ برخمنه کړې.

د دې غازي هیواد اتلان د زخمي یا هم ویدو زمریانو په شان د دنګو غرونو میلمانه وو د اتل هیواد غرونو په مینه ځای ورکړ او د غارثور تاریخ یې ژوندی کړ دې غازیانو د هیواد ازادۍ ته شېبې شمارلې او د لوی رب سره یې وعدې تازه کولې دوی د شهادت، هجرت، اسارت او ګڼو کړاؤنو لپاره تابیا نیوله دوه یا هم دری کلونه نه ؤ تیر شوې چې د غازیانو کاروانونه یو ځل بیا منظم شول کله هم چې دوی غلچکي حملې شروع کړې د هغه وخت اجیر او پلورل شوي رئیس جمهور ښاغلي کرزي وویل: دوی دوه یا دری کسان دی ورک به یې کړو کله چې حملې زیاتې شوې بیا به یې ویل: دوی دې راشي ودونه به ور وکړو، کورونه به ورکړو موږ ته هماغه نبوي دور را یاد شو چې ابوطالب ته د مکې مشران راغلل او همدا وړاندیزونه یې ورته کول چې وراره ته دې ووایه چې له مقابلې دې لاس په سر شي موږ به کور، ودونه او مشري ورکړو هغه صلی الله علیه السلام ورته وویل که دوی لمر په یو لاس او سپوږمۍ په بل لاس راکړي دا کار نه شم پریښودلای.

د دې سپین کاروان لارویانو هم د دوی هر وړاندیز رد او خپل دریځ یې محکم کړ.

لیکنه رانه اوږده نه شي ورځ تر بلې د دې سپین کاروان لاروي زیاتیدل منظم کیدل بلاخره د دوی سره د خبرو لپاره په قطر کې دفتر پرانیستل شو له یو طرف جګړه له بل طرف خبرې روانې وې ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونه هغه وو چې راغلو یرغلګرو په مظلوم او بې دفاع ولس شپنۍ چاپې شروع او د خپلو وژل شؤ کسات یې له مظلومو ولسونو واخیست.

له دې وروسته راغلو یرغلګرو کډې بار کړې او د کابل اداره یې پریښوه په دوی یې شته امکانات ورځ تر بلې کمول اخر لوی رب د سپین نظام لاروي د ولسوالیو په فتحو نازول هره ورځ به رسنۍ د ګڼو ولسوالیو د فتوحاتو شاهدې وې خبر ولایتونو ته ورسیده داسې ورځ هم وه چې دری څلور ولایتونه تسلیمیدل اخر د اسد په ۲۴ د هیواد پلازمینه هم فتحه او د ارګ په میز سپین بیرغ راپاند شو.

د دې صف لاروي لوی رب د ( ان مع العسر یسرا) په مصداق د ګڼو کړاونو وروسته په فتحه او اسلامي نظام ونازول.

د هیواد ویاړلې فتحه موږ ته د بدر تاریخي ورځ راپه زړه کوي چې د ټیکنالوجۍ په نیشه مست دښمن څنګه د الهي لښکر په وړاندې چې کم امکانات ورسره ؤ لوی رب د بري په مډال ونازولو.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx