نظــر

غفلت د بریالیتوب ضد دی

مخلص افغان

تېر کال همدا ورځ حیرانونکې وه، د خوست او ننګرهار سقوط، “بیخي حیرانونکې”. خو یوه خبره شته چې د اسلام غازي تاریخ داسې ډېري عجیبي صحنې لري، ځکه اللهﷻ چې د کوم کار اراده وکړي نا ممکن پر ممکن بدلېږي.
(کَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِیْلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً کَثِیْرَةً بِأِذْنِ اللهِ)
د بدر، یرموک، او قادسیې په شان پریمانه هیښونکي مثالونه یې کتلی شئ.

تېر شل کلن دور تر دې هم حیرانونکی او هېښونکی ؤ، له دې ستر حقیقت نه هیڅوک هم سترګې نشي پټولی.
ځکه چې پر مادي لحاظ بېخي کمزوری او د تعداد پر لحاظ بېخي کوچنی ټولی د نړۍ د مغرور قوي او لوی اتحاد پر وړاندې د مقابلې ډګر ته ووتل چې په پایله کې اللهﷻ دوی ته عجیبه فتحه ورکړه.

د دې بریالیتوب یو لوی عامل دا دی چې د جهاد او معرکې پر وخت ظاهراً د حق کمزوري ډله په کامله توګه خپل لوی ربﷻ ته متوجه، او پر ډېره عاجزي د هغهﷻ د نصرت غوښتونکي وي، همدا توجه او کامل عجر ددې لامل شي چې اللهﷻ خپل نصرت راولیږي، او مجاهدین حیرانونکي بریالیتوبونه تر لاسه کړي.
خو مسلمان فاتح ټولي لره بویه چې:
له بریالیتوب او فتحي وروسته هم هماغسي خپل رب عزوجل ته متوجه واوسي، او غافل نه شي.
دوئ له پخوا نه اوس لا د اللهﷻ مرستي او نصرت لره محتاج دي، ځکه له فتحې وروسته د دوﺉ غاړو ته د یوه مسؤلیت پر ځای متعدد مسؤلیتونه لوېږي.

د اسلامي نظام ساتنه، دمسلمانانو د عزت او مال او ناموس حفاظت، د دښمنانو د سیسو شنډول، د بیت المال ساتنه، د اسلامي فکر خپرول، دخیانت مخه نیول، د ظاهر او باطن اصلاح کول، د خپل صف اصلاح کول، د جهاد ارمانونه متحقق کول او نور…….
معلومه ده چې ددې ټولو کارونو تر سره کول بغیر د اللهﷻ له مرستې ناممکنه ده، او د اللهﷻ مرسته پر غفلت کې تر لاسه کول محال دي.

اوس چې پر ګران هیواد کې سوچه اسلامي نظام حاکم دی، نو فرد فرد یې مسؤلیت لري چې د پخواني جهادي بهير په شان اللهﷻ ته متوجه، او له خپل سپېڅلي دین څخه فاصله ونه نیسي.

متأسفانه چې ځیني خلک هغومره چې مخکې خپل اللهﷻ ته متوجه ول، اوس یو ډول د مادي شان او شوکت تر اغیزي لاندې راغلي، پر غفلت مبتلا شوي، او هغومره خپلې کړنلاري، او خپل رب ته متوجه نه دي، چې دا یو تریخ حقیقت دی.
دا باید هېره نه شي چې ټول بریالیتوبونه د همدې اسلام په اډانه کې نغښتې، خدای مه کړه که دلته خپلو خواهشاتو ته پر دیني او عقیدوي آساساتو ترجیح ورکول کېږي، او په نتیجه کې یې اللهﷻ خفه کېږي، لرې نه ده چې بیا پر یو داسې امتحان کې ښکیل شو چې تر پخوا ډېر سخت او ځورونکی وي.

د فتحې تر درشله رسېدل محدود وخت او محدودې قرباني غواړي، او ساتل یې بیا لامحدود وخت او لا محدوده قرباني غواړي.
د تېر په پرتله زیات جدوجهد او ډېري خولې تویول غواړي.
زیات کار او بې ساری تعهد غواړي.

پر اسلامي نظام کې د موقف تر لاسه کول امتیاز نه بلکې مسؤلیت دی، او هغه چا چې موقف ته د امتیاز او چانس پر سترګه کتلي، اسلامي نظام ته یې د خیر پر ځای شر رسېدلی.
د اسلامي خلافتونو د نړېدو یو ستر عامل د هغوی د واکمنو او مسؤلینو غفلت او له اللهﷻ سره د رابطې غوڅېدل ؤ.

“د ګران هیواد د آبادي او اسلامي نظام د استحکام پر هیله”

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx