افغانستانورزش

د نجیب او فرید په غوره کارکردګۍ، افغان لوبډلې سیریز مساوي کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۱ل): د ایرلینډ او افغانستان کرکټ لوبډلو ترمنځ څلورمه شل اوریزه لوبه کې نجیب ځدران او فرید ملک ښه وځلیدل چې په مرسته یې افغان لوبډلې بریا خپله کړه او سیریز یې مساوي کړ.

دغه لوبه چې د ورښت له کبله وځنډېده او ۱۱ اورونو ته کمه شوه، افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه چې رحمان الله ګربز چټک پېل وکړ.

د ګربز له ویکټې سوځېدو وروسته حضرت ځاځي، ابراهیم ځدران او محمد نبي خپلې ویکټې ژر له لاسه ورکړې، خو په وروستیو کې د نجیب ځدران او راشد خان چټکې توپ وهنې ایرلینډ ته د ۱۳۳ منډو هدف وټاکه.

نجیب ځدران په ۲۴ توپونو ۵۰ منډې وکړې چې ۳ شپږیزې او ۴ څلوریزې په کې شاملې وې. دغه راز راشد خان په ۱۰ توپونو ۳۱ منډې وکړې او ۲ ویکټې یې هم واخیستې، چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

ایرلینډ د هدف په تعقیب کې ښه پېل وکړ خو وروسته یې د فرید ملک، نوین الحق او راشد خان په غوره توپ اچونه پرلپسې ویکټې له لاسه ورکړې او د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یې ۱۰۵ منډې وکړې چې افغان لوبډلې د ۲۷ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

افغان لوبډلې له دغې مهمې بریا وروسته سیریز مساوي کړ، چې په لومړیو دوه لوبو کې ماتې منلې وه. د دواړو لوبډلو ترمنځ به پنځمه، وروستۍ او د لړۍ پریکړه کونکې لوبه د چهارشنبې په ورځ ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ارین

تاسی هم اجازه نلری چی منفی خبرونه خپور کړی ؟ د طالبانو د راتګ وروسته ستاسی ټول خبرونه يا مثبت دی يا هم خبرونه نه نشروی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx