شخصیتونهنظــر

د افغانستان د علمي او جهادي افق څخه یو بې مثاله ستوری را پریوت!

مولوي عبدالباقي (حقاني)
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر

شهید شیخ رحیم الله (حقاني) د رسول الله ﷺ ذاتِ اقدس، سنت او ژوندون تر قیامته د امت لپاره د ژوندانه په ټولو برخو کې نمونه ده، الله تعالی فرمایي: ”لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِیْ رَسُوْلِ اللّٰهِ اُسْوَةٌ حَسَنَة ٌ ”(الاحزاب ۲۱) ژباړه: په یقیني توګه، ستاسې لپاره د الله په پېغمبر کي د نېکۍ يوه خورا غوره نمونه ده، امت پر دې مامور دی چې د ژوند په انفرادي او اجتماعي برخوکې د رسول الله ﷺ په سنتو عمل وکړي، ” الله تعالی فرمایي: ”وَمَآ ءَاتٰىكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهٰىكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا” (الحشر۷) ژباړه: څه چي پېغمبر (ص) تاسي ته دركوي، هغه واخلئ؛ او له څه شي څخه چې تاسې منع كوي، له هغه څخه منع شئ. الله تعالی د امت علماء د رسول الله ﷺ او نورو پیغمبرانو وارثان ګرځولي، رسول الله ﷺ ارشاد فرمایلي: ”العلماء ورثة الأنبياء“ ژباړه: زما د امت علماء د پیغمبرانو وارثان دي او ”علماء أمتی کأنبیاء بنی اسرائیل“ ژباړه: زما د امت د علماؤ حیثیت د بني اسرائیلو د پیغمبرانو دی.

د رسول الله ﷺ په نیابت او وراثت به تر قیامته د هر وخت علماء د خلکو لارښوونه کوي او د رسول الله ﷺ په څیر به خلکو لپاره په اقتداء کې یوه بیلګه وي، د نبي کریم علیه السلام د وراثت دوه برخې وې: یوه برخه ددین په ساتنه او پلی کولو کې د رسول الله ﷺ نیابت او دویمه برخه یې ددین په رڼا کې ددنیا په سیاست کې نیابت دی.

د دغه علماؤ له جملې څخه د افغانستان د علمي او جهادي افق بې مثاله ستوری شهید شیخ رحیم الله (حقاني) چې د سیمې په کچه جید دیني عالم، د سنګر پیاوړی مجاهد، د مجاهدینو ښه مربي، د حق په وینا کې بی مثاله زړور او په جهادي بهیر کې (چې زیاته توجه جهادي مصالحو ته وي) د حنفي مذهب نه دفاع ته د ولس، علمي قشر او د چارواکو توجه راګرځول، د حق نه د دفاع په لاره کې هر ډول قربانیو ته آماده کیدل، د وخت د همزولو او موثرو شخصیتونو له لورې په بې غورۍ او حق تلفۍ صبر کول او د ډیرو اقتصادي او ماحولي مشکلاتو سره سره خپل هدف ته توجه کول د شهید شوي شیخ ځانګړتیاوې وې.
د موصوف شهادت د ټولو افغانانو لپاره نه جبرانیدونکې او نه هیریدونکې ضایع ده، د ده کورنۍ او خپلوانو ته د الله تعالی له عظیم دربار څخه د صبر او استقامت او شاګردانو او محبینو ته یې د صبر، ز غم او حوصلې غوښتونکي یو.

او په آخر کې دا امید لرم چې شاګردان به یې پاتې درسونه په همدې مدرسه کې د مدرسې د نورو استاذانو او شیوخو کرامو څخه تکمیل کړي او مدرسې سره مرسته کوونکي اهل خیر به د تیر په څیر خپلې مرستې او همکارۍ جاري وساتي، د حق دین څخه د دفاع په لاره کې نه دا اول او نه آخري شهید دی، الله تعالی دې د مرحوم شهادت قبول کړي او په علمي او جهادي افق کې دې الله تعالی افغانانو او بالخصوص مجاهدینو ته ښه نعم البدل ورکړي.

وما ذلک علی الله بعزیز
مولوي عبدالباقي (حقاني)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx