نظــر

مسئولیت پذیری/پاسخگویی/accountability

بارک عمر
به دوبۍ کې برحاله ولسمشر اشرف غني په غربي نړۍ کې زده کړې کړي، هلته را لوی شوی، امریکايي پوهنتونو کې درس ورکړی. د بوریس جانسون او د غني ترمنځ توپیر نشته دواړه په یو ‌‌‌‌‌‌تمدن او ټولنه کې را لوی شوي، توپیر په وجدانونو کې دی یو خپله خطا مني بل خپل خیانت نه مني.

د برتانیه صدراعظم بوریس جانسون خپل دفتر کې یوه غون‌‌‌‌‌‌ډه وکړه چې کرونايي محدویتونه یې نقض کړل، پارلمان نوموړي استیضاح کړ عدم د اعتماد لپاره یې رای ګیري وکړه، سړی بچ شو، اما بوریس جانوسن باوجود د دې چې بچ شو له ولس یې معذرت وغوښت.

بله ورځ یې یو وزیر د نشې په حالت کې خلکو سره کوم بد برخورد کړی و، د جانوسون کابینې اکثره وزیرانو استعفا ورکړه، جانسون له خپل حزب او صدراعظمۍ دواړه استعفا ورکړه. یعنې د کرونايي محدودیتونو نقض کول او د نشې په حالت کې بد برخورد داسې کوم لوی جرم هم نه دی، اما دا خلک مسئولیت پذیره دي، خپل د ملت پر وړاندې ځانونه مسئول ګڼي، اخلاقي جرات او د وجدان عذاب لري.

راشئ زموږ عالیقدر په دوبۍ کې برحال ولسمشر اشرف غني ته، نه معذرت غواړي نه هم په جلا وطنۍ کې له خپلې دندې استعفا کوي؟ نه هم د خپل ټيم د خیانتونه او غلاوو مسئولیت مني. دا خو پرېږده د هر څه مسئول ملت ګڼي وايي ملت زه خوشې کړم، په دوبۍ کې برحال ولسمشره ستا په اووه کلن حاکمیت کې په ټولو سنګرونو کې څوک وژل کېدل او جنګېدل؟ د چا اولادونه یتیمان کېدل، د چا ښځې کوڼدېدلې؟ د چا خویندې بې وروره کېدلې؟ هغه په افتخار دې چې ویل پنځوس زره امنیتي ځواکونه وژل شوي هغه د چا زامن وو؟ ستا که ستا د غرب نه د راغلو مېلمنو؟ ایا هغه پنځوس زره د همدې ولس اولادونه نه وو؟
ولس له تا سره کومه نامردي کړئ؟ دوه ځله یې د ارګ په څوکۍ کینولې، ستا د ارګ محافظت یې کولو، ستا د غرب نه راغلو د مېلمنو محافظت یې کولو، سنګر کې درته جنګېدل، نور یې درته څه کړي وای؟

تا چې محب د امنیت شورا مشاور کړ له ولس دې پوښتنه وکړه؟ تا چې فضلي مقررولو له ولس دې پوښتنه وکړه؟ تا چې دوستم ته مارشالي ورکوله له ولس دې پوښتنه وکړه؟ تا چې قیصاري، علیپور خوشې کول له ملت دې پوښتنه وکړه؟ کوم وزیر یا رئیس دې د ولس په غوښتنه مقرر کړ؟

ایا ولس درته وویل چې ‌‌‌‌‌‌ډاکټر صاحب عبدالله ته حکومت کې نیم سهم ورکړه؟ ولس درته چغې وهلې جنګسالاران منزوي کړه‌‌‌‌‌، تا به سبا بسم الله محمدي وزیر د دفاع کړ، بل ورځ به ‌‌‌‌‌‌دې محقق امنیتي مشاور کړ، منیره یوسفزاده دې د دفاع وزارت مرستیاله کړه له ولس دې پوښتنه وکړه؟ حسنا جلیل دې د کورنیو چارو مرستیاله کړه له ولس دې پوښتنه وکړه؟ میرزکوال دې د کورنیو چارو وزیر کړ له ولس دې پوښتنه وکړه؟ ولسوالانو مقررول دې د امنیت شورا مشاور ته وسپارل ایا دا هم درباندې ولس وکړل؟ هلته به دې عطا ته غبرګ وزارتونه ورکړل، زامن به دې ورته سفیران، ریسان کړل.

په دوبۍ کې برحال ولسمشره کومه نادوده او خطا دې ولیکم او وبښم ؟ ای کاش تا یوه خطا او خیانت درلودی چې سترګې مو پرې پټې کړې وای، ستا له خیانتونو او خطاوو نور قلم عاجز دی.

په دوبۍ کې برحال ولسمشره کېدای شي د افغانستان د وضعیت په اړه چا معلومات در کړي وي، اما زه یې هم درته لیکم، هغه نهادونه چې کرزي صاحب او دې ولس په دیارلس کلونو کې له صفره جوړ کړل او تاته یې سالم او سلامت په لاس درکړل، هغه نهادونو دریمه برخه منحل شوي، پاتې دوه برخې هم د نړېدو په غاړه ولاړ دي، کرزي صاحب تاته اووه میلونه لېسانس، ماسټران او ‌‌‌‌‌‌ډاکټران درکړل، همدا کادرونه دې نن پوهېږي څه کوي؟

بعضې خارج ته لاړل، هغه چې وطن کې پاتې دي، یا په کور بې کاره ناست دي، بعضې بختور دي یا کراچي واني کوي، یا د کراچې په سر پياز او کچالو خرڅوي، یا د لېن ‌‌‌‌‌‌ډریوري کوي، جناب برحال ولسمشره، ستا یو ولایتي رئیس نن په یوه موسسه کې په دیارلس زره افغانۍ کار کوي، له ارزان قیمیت تر وزیر اکبرخان هره ورځ پياده ځي، که پياده لاړ نشي اولادونه یې وږي پاتې کېږي، دا دې د ملکي خدماتو د مامورینو حال دی.

د لیسو د نجونو حال به څه درته ووایم، صرف یوه واقعه به درته ولیکم د خپلو سترګو حال مې دی، ستا د فرار په دویمه ورځ یوې نجلۍ د مکتب جامې اغوستي او غواړي مکتب ته لاړه شي، خلک ورته وايي چې مکتبونه بند دي او نجلۍ یې نه مني او ژاړي “مه مکتب میرم”، اخر یې مور راغله او ورته په ژړا شوه چې دخترکم مکاتب بند است به لحاظ خدا بیا که بریم خانه ” نجلۍ په کریغو کریغو ژړل او د کور په لوري روانه شوه… نن ټولې هغه نجونې کورونو کې ژاړي، هره ورځ په دې تمه دي چې سبا به یې د مکتب دروازې خلاصې شي… دوي شپه او ورځ درته ښېرا کوي.

کرزی صاحب داسې یوه اردو درکړه چې په یوه ورځ دې 2500 جنرالان او افسران لکه د شیر محمد کريمي جبراً تقاعد ته سوق کړل، اما اردو کې یوه زره مشکل رامنځته نشو، ځکه د کرزي صاحب په دیارلس کلنه دوره کې د اردو او پولیسو اکا‌‌‌‌‌‌ډیمو کې ځوان کادرونه تولیدېدل نو ځکه اردو او پولیس له مشکل سره مخ نشول نه هم کمبود احساس شو.

د نظامیانو حالت دې دردونکی دی، هغه بېچاره ګان د ژوندي پاتې کېدو په خاطر ایران او پاکستان ته ک‌‌‌‌‌‌ډه شول، هلته د پنجاب په کوڅو کې لوښي خرڅوي، یا د بسونو کلینري کوي، یا د مشهد د خښتو په بټیو کې خښتې اچوي.

دوبۍ کې ناست برحال ولسمشره پوهېږئ دا څوک دي دا هغه جنرلان دي چې په ځمکه به روان وو د بوټانو ټکار څخه به یې خلکو خوند اخیست، ‌‌‌‌‌‌ د ښار واټونه به پرې ښایسته وو، د هر افغان د غرور منارونه وو، خلکو ورسره په ویاړ سلفي عکسونه اخیستل، ‌‌‌‌‌‌ډیرو به خپل د فسبوک مخپاڼې پرې رنګینې کړې، د کومندو، ملي امنیت پولیسو د قطعاتو افسران او سربازان د سیمې په کچه داسې روزل شوي او تجهیز شوي نظامیان وو چې بل هېواد نه درلودل، تا ورته منیره یوسف زاده د دفاع وزارت مرستیاله کړه او حسنا جلیل دې ورته د کورنیو چارو مرستیاله کړه، خامه خوله نجونو دې د با غروره او مسلکي جنرلانو او افسرانو رهبرۍ ته ته وټاکلې، نو دې نظام به سقوط نه کولو؟ دوبۍ کې برحال ولسمشره ستا د فرار او چټلې رهبرۍ له امله دوي نن له دغه وحشتناک سرنوشت سره مخ دي، په خپله تېښته دې هم نظام ړنګ کړ او هم دې ولس بدبخته کړ.
نه دې له ملت بښنه وغوښته، نه دې هم د نظام د ړنګېدو او ولس د بدبخته کېدو مسئولیت ومنلو.

په دوبۍ کې ناست برحال ولسمشره د دې ملت ازار نه چا بازار موندلی نه دی، هر چا چې ورسره خیانت کړی خدای ذلیله او شرمولی، دا چې په “فراري” د افغانستان په تاریخ کې ثبت شوې دا د ملت ازار دی، له دې تاریخي شرمه دې نه ته او نه راتلونکي نسلونه خلاصېدای شي. همداسې به دې خدای بدبخته کوي لکه موږ ټول چې دې بدبخته او بې سرنوشته کړو…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx