شعـــــرونه

آفرین افغانه!

راشد کامران

آفرین افغانه! د ویاړونو تاج په سر کړه
الله اکبر کړه، غږ د الله اکبر کړه
بیا دې له عظمت څخه ویده جهان خبر کړه
الله اکبر کړه، غږ د الله اکبر کړه

عقل دې باچا، زړه دې ژوندی، فکر دې ځوان مدام
تم نه شې روان مدام، سپرلی دې ګلستان مدام
مینځ د ځمکې څیري کړه او ستورو ته کمند يوسه
والوځه فضا کې د اوبو تلي ته ژوند يوسه
واچوه مهار ورته، وختونه مسخر کړه
الله اکبر کړه، غږ د الله اکبر کړه

نن ستر مجدد او محدث د دې پېړۍ ته یې
غرقو ملتونو ته، د نوح نبي بېړۍ ته یې
ورک درنه د تلليو قافلو د قدم خاپ نه شي
ګوره چې کږه در څخه تله د انصاف نه شي
خلاص د ماديت له بندګۍ څخه بشر کړه
الله اکبر کړه، غږ د الله اکبر کړه

تېر نه شې د نفس د نهنګ ژورې کومې ته
و نه لویږې، ګوره د قدرت د صياد لومې ته
لري د هوس له شرمښانو نه پستوکي کړه
مات د حب جاه په بلاګانو کې هډوکي کړه
پرې د خيانت له درندوو څخه ښکر کړه
الله اکبر کړه، غږ د الله اکبر کړه

کور دې له غنمو ډک او مېنه دې سپېره مه شه
زړه دې د غمونو په پتري اره اره مه شه
څو پورې راشده! لمر، سپوږمۍ وي، شين اسمان ولاړ
صف ته د نړۍ دې وي امام افغانستان ولاړ
خښ د خاتمې غشی فتنو ته په ټټر کړه
الله اکبر کړه، غږ د الله اکبر کړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx