شعـــــرونه

استقلال/ عمري

جهادي عمري

هسک مـې وساته لـۀ ډېــرو نه ضـمیر خپل
چې پیدا مې کړ د ورک ارمان تـصویر خپل

د ګـټلـي اسـتـقلال بـیـرغ مــې لاس کــې
لـــوړ ولاړ یـمـه پـۀ څـوکه د پـامـیر خـپل

بـغــاوت مـې تـورې شـپې راتــه رڼــا کـړې
د اغـزو غېږ کې مې ومونده مـسیر خپل

د وحدت پـۀ رسـۍ ټـول افغانـستان شوم
حـق بـادشاه لـرم پـیدا مې کـړ وزیـر خپل

هو! مـنې چې دلـته هـغه قـوت مـات شـو
چې جهان تـه یـې ښـودلی وو تأثیر خپل

د راوړي ارمـان کور یې پـښو کې مړ شو
د ذلت غـېږ کـې وتـلی دی پۀ ویـر خـپل

هغه ځواک د لیست لـۀ سره پای ته راغی
پیش ګویي مو حقیقت شوه د امیر خپل

(جـهادي) ســړی وم غــرو کـې اوسـېدمه
اقــتـدار تـه رســولی یـم تــقـدیر خـپل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx