نظــر

‏د انس حقاني مرکې اړوند يو څو کرښې

عبدالرحيم ترين

په لومړي ځل د ا إ يو لوړپوړی چارواکی، داسې مهال په يوې ځانګړې تلويزوني مرکې کې را څرګند شو، چې پر کابل د ا ا د واکمنۍ له لومړنۍ کلیزې سره برابر وو.

حافظ انس حقاني صاحب د داسې يو تلويزوني چينل دی مرکې ميلمه وو، چې تيرو شلو کلونو کې ‏د انس حقاني حفظه الله په شمول د ټول ا ا د مشرانو او ډلې اړوند د پرديو په لمسون له هيڅ ډول منفي او زهرجنو تبليغاتو دريغ ونکړ.

حقاني صاحب په لومړي ځل په داسې يوې مرکې کې ګډون وکړ او د ولس او د ټلويزيوني شبکې د مسؤل سختو پوښتنو ته یې ځواب وويل چې همدا څو کاله وړاندې په همدې ټلويزيوني شبکې کې به په ځينو ګرمو بحثونو کې د خپرونو ميلمانو او نورو د انس صاحب اعدام غوښت ترڅو په ا ا فشار وارد کړي او د خبرو ميز ته يې حاضر کړي.

راځم له حاشيې او نورو خبرو تيريږم او پر بيګانی مرکې ليږ تم کيږم.
شخصاً زما لپاره دا مرکه خورا مهمه، ليدونکي او تلوسه لرونکې وه، ګمان مې نه کوو چې حقاني صاحب به دومره په استدلال او منطق ولاړه لومړنۍ د خلکو په شتون کې تلويزوني مرکه وکړي، خو الحمدلله بيخي د وياړ ځای دی چې داسې ځوان په ځواب او استدلال د غټې حوصلې رهبران او مشران لرو.

مرکه کې د افغانستان په روانو چارو، د دوحې په تړون، بین الافغاني مزاکراتو، سیاسي زغم، د زندان پر حالت او خاطرو مفصلې خبرې وشوې.

ښاغلي حقاني د رسنيو او تيرې د کابل ادارې هغه تبلیغات او خبرې دروغ ثابتې کړې چې ويل به یې طالبان له امريکا سره مذاکرات کوي او له خپلو افغان وروڼو سره يې نه کوي.

انس محترم ددې ادعا په اړوند وويلې مونږ له امريکايي لورې سره تر کاميابو سختو خبرو اترو وروسته په دومره لوړ مورال او روحيه له افغان لوري سره خبرو اترو ته حاضر شولو چې چې په خپل مزاکراتي پلاوي کې مو ستر تغيرات راوستل او حتی امير المومينين حفظه الله وویل که زما د درتګ پر وړاندې مشکلات او ستونزې نه وای خپله د مزاکراتو میز ته درتللم او د کابل له ادارې سره مې د سولې او افغانستان په راتلونکي خبرې کولې، خو وای دا هرڅه د کابل ادارې لخوا سبوتاژ شول او تل به يې ستونزې جوړه ولې، هغه وويل حتی داسې وخت هم راغی چې له کابل څخه راغلي دي سولې پلاوی ميدان را پريښود او کابل ته ستانه شول.

حافظ حقاني صاحب په افغانستان کې د هغو شيبو له تلوسې او تکلیفونو ډک انځور وړاندې کړ، کوم چې ده د کابل د فتحې او د اشرف غني د تښتيدلو په ورځ د اميرالمومنين حفظه الله سره په لومړي ځل له څومره تکلیفونو او ستونزمن سفر وروسته هلته رسيدل وو، هغه وویل په يوې کوچنۍ سراچې موټر موټر کې په داسې حال کې د اميرالمومنين حفظه الله سره د خبرو اترو او د کابل اړوند د وروستيو سرنوشت ټاکونکو بحثونو لپاره ورغلو چې د کيسې د کولو وخت کې زما (ترين) سترګې له اوښکو ډکې شوې او ددوی تکاليف او د کابل ښار وینو بچ کولو لپاره مې ددوی تکلیفونو او هڅه له زړه وستايله.

محترم حقاني صاحب زیاته کړه اميرالمومنين حفظه الله ته له رسیدو سره مو هغه سره بحث روان کړ چې څه بايد وکړو ترڅو کابل له وینې تويدنې وساتل شي، وای مونږ په دې بحثونو بوخت وو چې د اطلاعاتو او کلتور اوسني وزير او حامد کرزي زنګونه ووهل چې اشرف غني تښتیدلی دی، حقاني صاحب زياتوي ددې خبر په اورېدو سره هرڅه او پلانونه ګډوډ شول. کرزي او نورو اشخاصو له مونږ څخه غوښتنه وکړه چې کابل دچور کيدو په حال کې دی، د بسم الله خان او نورو لنډغرو لخوا نو وای مونږ مجبور شولو چې خپلو ځواکونو ته امر وکړو چې کابل ته داخل شي او دچور او تالان مخه ونيسي.

انس حقاني د نورو موضوعاتو ور اخوا ددې پوښتنې اړوند خورا معقول ځواب وويل کومه چې په تالار کې د ناستو کسانو لخواء وشوه، ناستو کسانو د ډيرو پوښتنو سره يوه دا پوښتنه وکړه چې که امريکا او پاکستان يا کوم بل هيواد په افغانستان بيا هوايي برید وکړي ستاسو غبرګون به څه وي؟ انس حقاني لنډ وويل زموږ دريځ هغه دريځ او خبره ده کومه چې رسمي ادرس يعنې د ذبيح الله مجاهد صاحب له ادرسه خپره شوه ده وويل ا ا يو متحد صف او يو قوي دريځ لرونکی دی دلته د قدرتونو جزيرې او نور څه نشته.

د زندان اړوند له ډيرو احساساتو او خبرو یې پرده پورته کړه، هلته له سختیو، بيا مخامخ ده ته د اعدام تر ګواښونو او اتلس مياشتې هيڅ قلم او نورو شیانو ته نه لاس رسی لرل هرڅه له درده ډک وو.

تر ټولو احساساتو ډکه او دوياړ شيبه هغه وه کوم چې ده له زندان دخلاصون وروسته په لومړي ځل له خپلې مور سره د خبرو او حالت کيسه کوله.

انس جان وويل يوه شپه وړاندې راته وويل شول چې ته به سبا ورځ له مور سره له کلونو وروسته خبرې وکړې په موبايل، دی زياتوي دا چې زما مور ډير دردونه او ستونزې ليدلې څلور زامن يې شهيدان شوي دي او زه یې کشر زوی يمه نو وای ما ټوله شپه ځان سره په دې سوچ او فکر کوو چې زه به مور ته داسې او داسې په ډاډ خبرې کوم او دا به وایم، خو وای کله چې دمور سره دخبرو وخت راغی او د پښتنو د میندو يو عادت دا یې چې جار، قربان او خوږه خبرې کوې خپلو زامنو ته نو وای چې ماته یې دغه خبره وکړه نو ځان مې کنټرول نشو کړای او ښه په چغو چغو مې موبايل کې ور وژړل، حافظ حقاني صاحب زياتوي زما ژړا سره مې مور په غوصه شوه او وې ويل مه ژاړه څه په زنا او کوم بل نوم خو نه وې بندې د اسلام لپاره بندې وې وای دې خبرې د مور جانې غيرت را کې پیدا کړ او ژړا مې کنټرول کړه.

داسې ميندې اتلان زیږوي او اتلانې دې چې څلور زامن شهيدان له لاسه ورکړي او بيا هم خپل کوچني زوی ته شجاعت او زړورتوب ورکوي.
افرين په داسې ميندو.
مرکه کې نور ډير څه هم ول دا زموږ خپله او هغه موارد وو چې خوند وکړ، رښتيا يوه خبره بايد وکړم چې انس حقاني صاحب له لیږ روحي فشار لاندې وو ځکه لومړی ځل په داسې مرکې او ځاې کې یې خبرې کولې.
افغانستان دي اباد وي.
حقاني صاحب دي ژوندی او اباد وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx