نظــر

د طالبانو د یو کال راپور کارت

سلطان برکات

د قطرفاونډیشن لاندې حمد بن خلیفه پوهنتون کې د شخړو او بشردوستانه مطالعاتو پروفیسور، همدا ډول د انګلستان په یورک پوهنتون کې افتخاري پروفیسور.
15 اګست 2022.

د طالبانو د واکمنۍ لومړی کال یو بحراني وو، مګرهغوی همهاله داسې بریاوې هم ترلاسه کړې چې د منلو وړ دي.

کله چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي (۲۰۲۲ تر۲۰۱۴م) څخه په یوه وروستۍ مرکه کې وپوښتل شول ترڅو د طالبانو د واکمنۍ دلومړي کال په اړه ارزونه وکړي، نو هغه یو مناسب لنډیز وړاندې کړ-هغه وویل-: طالبانو “… پراخې جګړې او شخړې ته د پای ټکی کېښود”، هغه زیاته کړه: مګر د افغانستان خلک په حکومت کې خپل “ځانونه نه ویني” او “اقتصادي وضعیت خراب دی”.

په حقیقت کې، د ډېرو افغانانو په نظر، له یو کال راهیسې چې طالبانو له لږ مقاومت پرته کابل نیولی،-افغانان- د نیمو هیلو، غیر متوقع نیکمرغیانې، ډېرو ناامیدیو او ویجاړونکو اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي بحرانونو له حیرانوونکي ترکیب سره مخ شوی دی.
بهرحال، د لویدیځوالو په اند، افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ لومړی کال یوازې د دریو مهمو پیښو شاهد ګرځیدلی: -لومړۍ- د کابل له هوایي ډګر څخه د لویدیځ اتباعو ګډوډ ایستل؛ -دویم-د طالبانو د مشر فرمان چې د نجونو ثانوي زده کړې دې بندې وي؛ -او دریم- د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د بې پیلوټه الوتکې په وسیله وژنه–چې داکار د افغانستان له حاکمیت او سالمیت څخه ښکاره سرغړونه ده – د کابل په یوه خوندي کور کې چې ادعاکیږي د حقاني شبکې او طالبانو د کورنیو چارو د موقت وزیر ملکیت دی، هغه څوک چې په هیواد کې د قانون او نظم مسولیت هم په غاړه لري.
نواوس دطالبانو د واکمنۍ په لومړي کال کې هغه ډیری لاسته راوړنې او نه انکار کیدونکې زیانونه او ناکامۍ په حقیقت کې څه وې؟

امریکا او طالبان:
د ۲۰۲۰ د دوحې تړون ته په کتو – چې د متحده ایالاتو په مشرۍ ئې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته لاره هواره کړه – او د طالبانو تضمینونو ورکول چې دوی به نړیوالو وسله والو ډلو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان په خاوره کې فعالیت وکړي، ډیری څارونکي دې نتیجې ته رسیدلې چې دا وژنه/قتل، -چې افشا شوه ممکن د القاعدې او نوي افغان مشرتابه تر منځ دوامداره اړیکې لرل- به د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د باور د بشپړ سقوط لامل شي او ممکن حتی د یوې نوې نظامي شخړې لامل شي.
په هرصورت، وضعیت په واقعیت کې خورا له پیله پیچلی دی. د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې هیڅکله د باور پر بنسټ نه وې جوړې شوې، بلکې عملي ګټو او مصلحتونو دواړه اړخونه مخ ته تللو کې سره یو کړی وو، او ترډیره ئې د دوحې د تړون احتمالي سرغړونو باندې سترګې هم پټولې.
له همدې امله، له ترور وروسته، طالبانو له داسې ګواښونو او کړنو څخه ډډه وکړه چې د اړیکو د بشپړ سقوط لامل کیدی شي او هڅه یې وکړه چې یوازې په نسبتا غندنې سره خپلو حوزو ته ډاډ ورکړي. په ورته ډول، امریکا هم په پام کې لرله چې په کابل کې د الظواهري وجود ددې لامل نشي چې د طالبانو په وړاندې په خپلو پالیسیو کې ژور بدلون راولي.
له دې ټولو سره سره، دواړه خواوې لیواله دي چې ستراتیژیک هدف ته ورسیږي، او پرېنږدي چې افغانستان یو ناکامه دولت شي، چې ممکن د “ترهګرو” سازمانونو لکه داعش (داعش) د پټنځای اوافغانستان دټولې نړۍ لپاره د مخدره موادو د توزیع اډه وګرځي.

د ملت یرغمل:
سره ددې چې د طالبانو او امریکا له خوا د نازکو اړیکو د ساتلو لړ کې ډیری هڅې شوی دي، مګر بیا هم افغانستان په تیرکال کې له سختې اقتصادي ویجاړۍ سره مخ شو، چې تر ډېره د واشنګټن او د لوېدیځو متحدینو له خوا د دې ډلې د لا پیاوړې کېدو د مخنیوي لړ کې داقداماتو اخیستلوله امله وو. او ددوی په خلاف ئې اقتصادي ځواک د فشار په ډول کاروه.
لومړی: په نړیوالو مرستو کې ناڅاپه کمښت راغی. ځکه هغه ملیاردونه ډالر چې د جګړېزه ماموریت دلا تقویه کولو، او د پراخو پراختیایي پروژو دملاتړ لپاره په شمول د مدني ټولنې دلاښوالی په موخه په تیرو دوه لسیزو کې ورکول کیدې، په ناڅاپه ډول وچې شوې/ودریدې، او دا کار بیکارۍ کې د چټک زیاتوالي لامل شو، په ځانګړې توګه په عامه سکتور کې. . همدا ډول په ورته وخت کې تقریبا هیواد د نړیوال مالي سیسټم څخه جلا شوی و، او دغه جلاکیدل بیا دمحلي بانکداري له مینځه تلو لامل شوه.سربیره پردې امریکا په بهر کې د افغاني اسعارو شاوخوا ۹ ملیارده ډالر کنګل کړل او له دې پیسو څخه یې د ۹/۱۱ د قربانیانو کورنیو ته د خسارې ورکولو په موخه امکانات ورته پیدا کړل.
ددې ټولو په پای کې د ډیری افغانانو لپاره، د طالبانو د واکمنۍ لومړی کال د بې وزلۍ، بیکارۍ زیاتوالی (له یو ملیون څخه زیاتو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې)، دهیواد څخه د کدرونو وتل، ناڅرګند حالت او په راتلونکي باندې باور له لاسه ورکولو کال تعریف شو.

که څه هم په تېر ژمي کې د طالبانو له خوا له نړیوالې ټولنې سره د همکارۍ کولو او لېوالتیا له امله د قحطۍ یو جدي ګواښ له منځه یوړل شو – نړیوالې ټولنې افغان ولس ته یو میلیارد ډالرو بشري مرستې برابرې کړې، خو بیا هم دوروستي بدلون وروسته دغه هېواد دبې وزلۍ په مورګه باندې دی. سره ددې چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) خبرداری ورکړی چې ښايي د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي د ۲۰۲۲م ترپایه د بې وزلۍ کندې ته ولوېږي. د طالبانو له واکمنۍ راهیسې دخلکوعایدات خورا ډیر کم شويدی، نړیوال بانک د اپریل په میاشت کې ویلي وو چې شاوخوا ۳۷ سلنه افغان کورنۍ د خوراکي توکو پوښلو لپاره کافي پیسې نلري پداسې حال کې چې ۳۳ سلنه خلک یواځې د خوراکي توکو مصرف کولی شي او بس. سربېره پر دې، د اوکراين د جګړې له امله د خوراکي توکو پر وارداتو د افغانستان انحصار او په نړيواله کچه د خوراکي توکو بيې لوړېدل نور هم د افغانستان لپاره وژونکې قحطي وګرځیده.

د پایلې په توګه-ویلای شو- چې د دې اقتصادي ویجاړتیا ډیره برخه د طالبانو له کنټرول څخه بهر وه، ډیری په افغانستان کې – دلودیځوالو په څير- کوښښ کوي چې د دې ډلې په یو کلنې راپور کارت کې کوم مثبت کردارووینې.
مګربیا هم، دې ډلې ځینې داسې ګامونه پورته- او پالیسۍ یې پلي کړې – چې که دوی د اکثرو افغانانو د ژوند شرایطو کې د پام وړ مرسته ونه کړه، مګر لږترلږه د لویو ناورینونو په مخنیوي کې مرسته وکړه.

د طالبانو په لاسته راوړنو اعتراف:
په حقیقت کې، که دا د طالبانو ځینې لاسته راوړنې نه وې، نو هیواد نشو کولی د پورته ذکر شوي اقتصادي ضربو تاب راوړي.

لومړی: او تر ټولو مهم، په افغانستان کې امنیتي وضعیت د طالبانو له واکمنۍ وروسته ډير ښه شوی دی. د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، طالبانو په رسمي توګه خپله وسله واله مبارزه پای ته ورسوله، د ټولو سیاسي او نظامي مخالفینو لپاره یې عمومي عفوه اعلان کړه او په ټول هیواد کې یې د وسلو د بندولو اعلان وکړ. ددې کارپایله داشوه چې ملکي خلکو یو ځل بیا د خوندیتوب احساس پیل کړ او په ټول هیواد کې د پام وړخوځښت پيل شو.

طالبانو په تیرو څلویښتو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د یوې واحدې واکمنۍ لاندې د هیواد په راوستلو سره د هغو محلي جنګسالارانو د نفوذ مخه هم ونیوله چې له قانون څخه پورته عمل به ئې کاوه او دسیمې خلک به ئې ترورول. کابل او نور ښارونه د کانکریټي خنډ دیوالونو څخه پاک شول چې د ښاریانو لپاره سرخوګي جوړړه کړی وه او د ترافیکو درش لامل و. عامه ودانیو ته د ننوتلو په لارو کې د ټول بدن تالاشۍ کچه هم را ټیټه شوه. دې ټولو ګامونو د افغانانو باور زیات کړ او یو څه نورمال حالت ته یې را وګرځول. البته، دهیواد لویه برخه تشکیلونکی قشر او همدا ډول هزاره لږکیانو چې د داعش (داعش) بریدونو لاندې راځي ددغعه مثبتو پرمختګونو احساس ونه کړ.

دوهم: په سیمه ییزه کچه، یواځې له پاکستان سره د ځینو کړکېچونو پرته، طالبان وتوانېدل چې د افغانستان له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې وساتي. د مثال په توګه، د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره سره، چین له طالبانو سره ډیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې ساتي او پلان لري چې نه یوازې بشري مرستې وکړي بلکې په دغه هیواد کې پانګونه هم وکړي. ازبکستان له نوي افغان حکومت سره هم دوستانه اړیکې لري او خپله پوله یې د سوداګرۍ پر مخ پرانیستې ده. د سیمې هیڅ هیواد نن په افغانستان کې د نیابتي جګړې ملاتړ ته زړه نه ښه کوي.

دریم: طالبانو وکولای شول چې د افغانستان د عامه سکتور بنسټونه او زیربناوې، په شمول د خپلو امنیتي وسایلو ساتنه وکړي. ډیری عامه ادارو خپل کارمندان ساتلي او د مناسبې کچې خدماتو وړاندې کولو ته یې دوام ورکړی. تر ډیره حده د طالبانو تر ټولو مهمه اداره مرکزي بانک هغه وساتل شوه. د طالبانو دواکمنۍ پرمهال، د بانک سرپرست ته نور صلاحیتونه او خپلواکي ورکړل شوه او اجازه ورکړل شوه چې د افغانستان د اسعارو د ساتنې لپاره د ملي او نړیوالو سلاکارانو سره نږدې کار وکړي. پایله دا وه چې محلي اسعارو په چټکۍ سره د ډیری نړیوالو او سیمه ایزو اسعارو په وړاندې خپل ارزښت بیرته ترلاسه کړ او نوي چاپ شوي بانک نوټونه په چټکۍ سره د پولنډ څخه په محلي بازار کې د توزیع لپاره راوړل شول. د طالبانو حکومت هم په تېر کال کې کابو سل زره ځوانان د ملي اردو او تر ۱۸۰ زرو پورې ملي پولیسو ته استخدام کړل. چې ډیری یې پخواني طالب جنګیالي وو، که څه هم ټول نه وو.

څلورم: یوازې په یوه کال کې، طالبانو د نړیوالې بودیجې د ملاتړ پرته یوازې په ملي عوایدو تکیه ملي بودیجه وړاندې کړه . طالبانو د اداري فساد فرهنګ چې تیرو شلو کلونو کې دلته رائج شوی وو او هیواد ئې په شا تمبولی وو ختم کړ، طالبانو همدا ډول وکولای شول چې د هیواد د اقتصادي ستونزو او د مالیاتو د ټیټې کچې سره سره د دولت عایدات په میاشت کې په بې ساري ډول ۱۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړ کړي.

په داسې حال کې چې دا لاسته راوړنې بې له شکه د یو څه اعتراف مستحق دي، مګر دا رد کیدای نه شي چې دا ټول د طالبانو دګډوډو او وروسته پاتې ټولنیزو پالیسیو تر سیوري لاندې دي. د بېلګې په توګه، په داسې حال کې چې نجونې لا هم په ګڼو ولایتونو کې ثانوي ښوونځيو ته د تګ اجازه لري، خو بیا هم په ډېرو سیمو کې زده کړو ته د هغوی لاس رسی د تحریک په دننه کې د لږکیو د نظر په پام کې نیولو/خوښولو لپاره محدود شوی دی. دې کار دا نه چې د مطبوعاتو ازادۍ، کلتوري بیان (موسيقۍ او نڅا) او سیاسي فعالیتونه تر پښو لاندې کړل، بلکې ددې لامل شو چې ډیری افغانان د طالبانو له حکومت څخه دلاتعلقۍ او جلا کیدو احساس کوي اوددوې څخه ځان په ویره کې ګڼي . همدا ډول مخالفت پارونکو ټولنیزو پالیسیو هم هیواد د نړیوال انزوا په لور روان کړی، له دې سره چې اوسنې چارواکې ددې وړتیا لري چې وخت په وخت په سیمه ایزو او نړیوالو دوه اړخیزو لیدنو او کنفرانسونو کې ګډون وکړي.

په ټوله کې، د طالبانو یو کال راپور کارت بشپړ نه دی. مګر له دې سره سره، دې ډلې د خپل واک په لومړي کال کې د سختو ستونزو په وړاندې ځینې مهمې بریاوې هم درلودې چې د منلو وړ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx