نظــر

د اسد په څلورويشتمه څه وشول؟

عبدالرقيب رقيب

په (2001) کې امريکا په هغې د بريد تور په اسامه پوري کړ, خو په هيڅ محکمه او قانون يې د ثابتولو جرئت ونکړ.

د افغانستان د حکومت ( اسلامي امارت ) نه يې د اسامه د ورسپارلو غوښتنه وکړه؛ خو هيڅ نړيوال اصل او دوه اړخيز چلند ته يې غاړه نه ښوده، په وچ زور او بدماشۍ سره يې خپله غوښتنه ورباندي منل غوښتل.
د اسد په څلرويشتمه همدغه ظالمه او مغروره امريکا په ټيټو سترګو ووته…

په همدغه کال يې په بون کې يوڅو هغه په خټه افغانان سره کښېنول چې غربي او پردي تابعيتونه يې لرل, د غونډې نوم يې ورکړ حکومتي تشکيل يې جوړ کړ, د اساسي قانون په نوم فرضيه يې تکميل کړه او بيا يې په افغانستان د بريد تياری ونيو.. د اسد په څلرويشتمه همدغه فرضيه د اللهﷻ په مرسته محو شوه…

امريکا او ملګرو يې په افغانستان داسي بريد وکړ چې ډير څه يې له خاورو سره خاوري کړل, ايټمي بمونه يې وکارول, مومنانو ته يې يواځي د مرګ يا زندان لاره پريښوده, دا هرڅه يې د بيا رغونې، بشري حقوق او سوله ساتي په خوږو او پستو شعارونو ترسره کړل…
خو د اسد په څلرويشتمه همدغه بشر دوستان او سوله ساتي, په حقيقت کې خونخوار او مکار قوتونه له افغان پاکې خاورې وشړل شول…

د جمهوريت په عنوان يې د غرب د لاس وهنو ځالګۍ فعاله کړه, غرب ته له هرڅه لومړيتوب ورکوونکي يې د روشنفکرانو په نوم راوستل, په افغانستان کې د هغو ترڅنګ يې ودرول چې تر پرونه يې افغانان ځپلي, بي پته کړي, وژلي, په انساني سپيو داړلي و, له ښځو يې سينې غوڅي کړې وې، د انسانانو په سرونو يې ميخونه ټکوهلي و, مړي يې نڅولوي و او هيواد يې کنډواله ګرزولی و…
د اسد په څلرويشتمه همدغه کادرونه(!) د امريکا په الوتکو کې له هيواده ووتل…

د جمهوریت تر عنوان لاندي داسي نادودي وشوې چې د غرونو پرښې يې نشي زغملای, يوڅو نمونې به يې يادې کړو، د ټولو په ليکلو به تاريخونه ډک شي

جمهوريت له هرڅه نه مخکي پت پلورلو ته قانوني جواز ورکړ
په اساسي قانون کې د فردي ازادي په ماده سره يې هر راز فحش, نشه او بد اخلاقي انجامولو ته لاره ورکړه..
د عزتمنو هيوادوالو د تورسرو د غصبولو لپاره يې د امن خونو په نوم جالونه جوړ کړل، په ځای د دې چې د ظلم په صورت کې د ښځو قضيه د محکمې له لاري حل کړي، دوی له محکمې پرته د افغانانو خويندي, ميندې او مېرمنې په خپلو پنجو کې د ساتلو په عنوان ضبطولې!
د دوی په باور مظلومه به هم ښځه وه او له خپل کور, کلي, قريبانو, اولادونو او هرڅه به يې محروموله هم ښځه، د عقل په قانون کې ظالم زندان ته ځي خو د جمهوريت په قانون کې به مظلومه ښځه د امن خونې په نوم زندان ته وړل کيده, نوم به يې د خواخوږۍ ورکاوه ترڅو قضيه يې همداسي بې څېړنې پاتي شي !
په دې سره به يې ځيني اولادونه بې موره کړل, ځيني مورګانې او پلرونه يې بې لورګانو کړل, وروڼه يې بې خويندو او ځيني مېړونه يې بې پته بې عزته کړل, کورنۍ به يې ورانه کړه او خپل ناولي هدف ته به يې ځانونه ورسول!
د اسد په څلرويشتمه همدغسي د جنايت او شیطانت خونې وتړل شوې…

د دې لپاره چې پاکستان امريکا ته اډې او د اکمالاتو لار ورکړي او بيا امريکا د بي۵۲ او خوشيي بمونو په وسيله د افغانانو د خوښي نظام(!) پراشوټ کړي ځيني په نوم افغانانو په غرب کې نيمه افغان خاوره پاکستان ته بيا په پټه ومنله؛
دلته يې داسي منتر غږول چې ګني د نظام هره فيصله به د خلکو د انتخاب په اساس وي؛ لکن د نظام د انتخاب په اړه يې له خلکو نظرپوښتنه څه چې د مخالفت اظهار يې د بمبارد او زندان وړ وګڼل…
د اسد په څلرويشتمه د همدغو اغزن تارونو مخه ډب شوه, همدغه د پرديو سره ګرو نظام له پرديو سره لاړ … لله الحمد والمنة.

د سوله ساتو او د خلکو د خوښي نظام ډنډورچيانو ټول تمرکز په بمبارد, توپ, ټانګ, ټوپک او مرمۍ باندي و; په رسنيو کې به يې د ماشومانو د پلاستيکي ټوپکو ضد کمپاين کاوه، خو عمل به يې په همدغو ماشومانو هره ورځ درۍ سوه بمونه اورول و, چې بيابه د همدغو رسنيو په لاس په همدغو وژل شويو افغانانو د ترهګر ټاپه لګیده… دغه د بيان ازادي او د جمهوريت ځانګړنه وه…
د اسد په څلرويشتمه همدغه فکري تخريب مهار شو او همدغه په نوم سوله ساتي او بشر دوستان په حساب ورسول شول…

په جمهوريت کې د سياسي ګوندونو په نوم د نورو هيوادونو فروژو ته قانوني جواز حاصل و, همدغو ګوندونو به خپل ولسونه په هغو امکاناتو او مادياتو غولول چې خپلو بادارو هيوادونو به ورکړي و..
د اسد په څلرويشتمه دغه پردي دامونه مات شول…

هيواد مو د امريکايې جمهوريت په دوران کې د نه غوليدونکو هيوادوالو لپاره د دجال جهنم ګرزول شوی و…
د اسد څلرويشتمې دغه جهنم مات او ځای يې په امن ځانګو بدل کړ…

جمهوريت مو په سلهاو زره هيوادوال ووژل, معيوب يې کړل, مهاجر يې کړل, نادرکه يې کړل, ليونيان يې کړل… دا هرڅه د دې لپاره چې دلته د هغو هيوادونو ګټې تضمين شي چې په اصطلاح سياسي ګوندونه تمويلوي او د دوی تسلط ته په رسميت قائل کيږي..
د زمري څلرويشتمه د همدغه پمن چغال نه د ملي ژغورنې مبارکه ورځ ده!

جمهوريت مو د بيان د ازادۍ په نوم په دين او کلتور باندي بريدونو ته جواز ورکړ, حال دا چې د همدغه جمهوريت پراشوټونکو هيوادونو کې د خپلو ديني شعائرو لپاره حفاظتي ديوالونه کاږل شوي دي, هيڅوک تر هيڅ عنوان لاندي د خپلو ديني شعائرو توهين ته نه پريږدي…
د اسد په څلرويشتمه افغانانو ته هم د نورو هيوادونو په څېر د همدغې دين ستيزۍ د مهار نوبت را ورسيد…

د امريکايي جمهوريت ذمامدارانو به ويل چې د رئيس انتخاب د ولسونو حق ده خو د رايو له اخستلو وروسته به د انتخاب نهايي پرېکړه د جانکيري وه..
د زمري په څلرويشتمه د همدغسي ګيدړانو نه په افغان چارو کې د مداخلې لاس وتړل شو…

که فرض کړو چې د جمهوريت رئيس د خلکو په خوښه ټاکل کيدو, چې دغسي نه و, نو همدغه جمهور رئیس لومړنی کار له امريکايانو سره هغه تړون لاسليک کړ چې پکې امريکايې عسکرو ته د افغانانو قتلول بښل شوي دي، ايا خلک هغه څوک انتخابوي چې د دوی وژلو ته جواز ورکړي؟! د افغانانو حيثيت يې په باګرام اډه کې د ټرمپ پښو ته وغورځاوه, په داسي ذلت د ټرمپ شاته د هغه د ساتندويانو ترڅنګ ودرول شو چې په اوسني عصر کې د دغسي ذلت بېلګه نشو موندلای…
په لومړي ځل به خلکو نه پېژاند په دوهم ځل ولي دغه د خلکو پلورونکی انتخاب شو؟ ښکاره خبره ده چې يا خو انتخاب د امريکا په لاس و او يا خو د رايو پلور روان و, چې دغه دواړه چارې د جمهوريت په ټنډه داغ او د جمهوريت د باطني فساد ښکارندوی دي.
د اسد په څلرويشتمه مو ګران هيواد له دغسي چغالي او شرماور حالته نجات وموند…

جمهوريت قومونه او سمطونه په تضاد کې سره واچول, تضاد پالنه يې قانوني کړه او بيا يې له همدغو متضادو قومونو, سمطونو يوه متضاده اردو جوړه کړه، نوم يې د ملي ورکړ خو انګيزه يې د قوم, سمط او حتی د يوڅو زره پيسو وه… يعني که هر هيواد کوم قوم ته يوڅه زيات امتيازات منلي وای د هماغه قوم او سمط اردو به د هماغه هيواد په مخکي سپر وه او خپل هيوادوال به يې ورته قتلول, خپله خاوره او فضا به يې د هغوی په واک کې ورکوله لکه تير شل کلونه يې همدغه جنايات د امريکا لپاره ترسره کړل… همدغه د جمهوريت مدافع ځواک او د دوی په تعبير د ملت ژغورونکې قوه وه!
د اسد څلرويشتمه د همدغه غولول شوي لښکر د پوهولو او په سالمه انګيزه د سنبالولو فرصت برابر شو…

په جمهوريت کې هغه څوک د جمهور رئيس لومړی معاون شو چې په عين حال کې له يو سپينږيري سره د لواطت دوسيه ورباندي سپره وه، هاغه زرګونه لاستړلي افغانان چې يې شهيدان کړل هغه لا د دوی په تعبير ترهګر و, د وژلو وړ و, په دې اساس که جمهور رئیس غائب شوی وای همدغه د ايشچي تر دوسيه لاندي ظالم به جمهور رئیس يعني د اکثريت افغان ولس انتخاب و چې په ځان يې واکمن کړي!
دفاع وزير يې د افغانانو هغه خويندې چې په ولسي جرګه کې به يې په ظاهره د ولس نمائندګي کوله په فحش خبرو مخاطبوله, د هغې اندمونه به يې د الماسو په تعبير په ډالرو پيرل غوښتل, سربيره پر دې چې ځينو افغان مېرمنو دا اظهارات هم وکړل چې ولسي جرګي او ارګ ته په رسيدو کې د جنسي رشوت غوښتنه ورنه شوې ده…
د اسد څلرويشتمه د همدغسي فحشاو مخه ډب شوه او د پتمنو مېرمنو پت تضمين شو…
بالآخره, زمري مو د ډيرو ناخوالو مخه ډب کړه او له د ترقۍ لاره يې راته خلاصه کړه… بعون اللهﷻ
اوس نو په افغانانو پوري اړه لري چې څنګه خپل مثبت مسير پاللای او اتحاد او پرمختګ ساتلای شي…
وصلی الله تعالی وسلم علی خیر خلقه محمد وعلی آله وصحبه اجمعین.

عبدالرقيب رقيب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx