ورزش

د اسیا جام لپاره د ملي لوبډلې اعلان، سمیع شینواری هم شامل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۱ل): د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمیټې د راتلونکي اسیا جام لپاره ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

غوراوي کمیټې په یاد نوملړ کې له درې کلونو ځنډ وروسته سمیع الله شینواری یو ځل بیا لوبډله کې شامل کړی دی.

یاده کمیټه د سمیع الله شینواري په اړه وایي چې د ملي لوبډلې منځنۍ برخې پیاوړي کولو لپاره یې د نوموړي د ځایولو پریکړه کړې ده.

دوی زیاتوي چې سمیع شینواري په شپږیزه لیګ کې هم ښه کارکردګي ښودلې او ممکن اسیا جام کې ښه ثابت شي.

سمیع شینواری چې په وروستي ځل په ۲۰۲۰ مارچ میاشت کې د لوبډلې استازیتوب کړی و، د شرف الدین اشرف پرځای لوبډله کې ځای شوی دی.

د کرکټ غوراوي کمیټې یاده پریکړه په داسې حال کې کړې چې یو شمېر ځوان لوبغاړي لا هم د پرلپسې کارکردګۍ ښودلو سربېره هم په ملي لوبډله کې د شاملېدو انتظار باسي.

پر ټولنیزو رسنیو د غوراوي کمیټې دغه پریکړه په پراخه کچه غندل شوې او وایي چې کرکټ بورډ په ځوانو لوبغاړو اعتماد له لاسه ورکړی او د پخواني لوبغاړو راګرځولو فلسفه به لوبډله یو ځل بیا له خطر سره مخ کړي.

د افغانستان کرکټ ۱۷ کسیزه لوبډله په لاندې ډول ده:

محمد نبي (لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدران، عثمان غني، نجیب الله ځدران، حشمت شهیدي، سمیع الله شینواری، افسر ځاځي، عظمت الله عمرزی، کریم جنت، راشد خان، مجیب الرحمن، نور احمد، فرید احمد ملک، فضل حق فاروقي او نوین الحق.

ددې سربېره درې لوبغاړي، قیس احمد، شرف الدین اشرف او نجات مسعود د احتیاطي برخې لپاره غوره شوې دي.

افغان لوبډله اوسمهال د ایرلینډ پر وړاندې په بهرني شل اوریز سیریز بوخت ده، چې سیریز ۲-۲ مساوي دی او نن به یې ترمنځ وروستۍ لوبه ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx