ادبي لیکني

د کابل په طبيعت کې د نري باران ښکلا (لنډه خاطره)

م. محمدصادق طارق

په کابل ښار کې د نري باران شرنګ زما په ذهن کې داسې انعکاس کاوه لکه ټول فطرت چې سندره وايې، سم دم مې د زړه جوش غلبلې ته ځان چمتو کاوه، د فطرت په سمندر کې دومره ډوب شوم چې تخيل مې لا د هغه په خم کې رنګ کړ. هر څاڅکى به يې داسې وبريښد لکه تنکۍ څانګه چې د مرغانو په سيل کې ماته شي او غږ يې د ځنګله په شنه فضا کې د تورو غرونو تر سرونو پورته شي.

زه انځور ګر نه يم چې افسانوي کيسه د چا د ذهن پر تخته باندې انځور کړم او نه مې هم د ادبياتو پوهنځۍ لوستى دى چې کلمات ونڅوم خو د داسې خوندور فطرت سره د مينې له کبله اړ شوم چې په ذهن د خاطرې ليکلو بوج ومنم دا ځکه چې ښائسته فطرت او طبيعت د الهي جلال او جمال څخه داسې ډک کتاب دى چې هر نالوستى انسان يې د زړه په پوهنه او رڼا لوستى شي.

ما د افغانستان د فطري ښکلا او د ځينو ولايتونو د هوا اړوند زښته زياتې کيسې اوريدلې وى، خو دا چې د وطن فطري ښکلا په اړه مې څه ګومان و بس داسې يې وګڼه لکه شهزاده چې په ناليدلي مخ مين شوى وي، نن مې چې کابل کې نرى باران وليده ورک سپين مخ مې له کلونو انتظار وروسته پيدا کړ. داسې احساس مې کاوه لکه چې کابل کې نه يم، د يوه شنه او څپاند سمندر غاړه ده او باغي موجونه يې زما زړه په خپلو څپو کې د طوفان لورې ته کشوي.

نن عجيب کيفيت راباندې حاکم شو داسې برېښيده لکه چې د باران اوريدل مې د مادي وجود ټول غبار رانه وړى وي، ټول کابل ته يې روح وبښل، هر واټ يې سرور سرور و او هره کوڅه يې د ښائست جلوه ګره شوه. د باران له اوريدو سره سم مې د وجود هرې نغمې سُر ونيوى، د طبيعت په يوه کنج کې زوړ رباب چې له کلونو را په دېخوا تر مټو او خاورو لاندې شوى و نن د ګوتو له نڅا سره سندرې بدرګه کړى.

کابل-پغمان
1444/1/19 محرم الحرام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

د غلامو تربیه شوو قدیانی طالبانو سپین او نور رنګه بغاوتنه د بادارانو مقابل کښی هوائی بابولانی دی تاسو هیڅکله د افغان ملت دوښمنانو باندی حملی ندی کړی بلکه تاسی غلیسو د بادارانو په هدایت مسلسل افغان ملت وژلۍ دی او تاسی خپلو بادارانو په ۱۹۹۶ کال کښی په فریبی سره ارګ ته داخل کړۍ او لږه موده وروسته همدی بادارانو وروسته د خاصو هدفونو لپاره پنجابی پاکستان ته ولیږلۍ او د تاسو په عوض ئی نور لږ د تاسو څخه عصری تره غلامان ئی ارګ ته راوستل او وروسته ئی بیا تاسو بیا د افغان ملت وژلو او تباهی… نور لوستل »

دوکتور غروال

دا د اجنبیو له خوا پلانیز پروګرام شوی د جهل تور بغاوتونه د قدیانیو طالبو او په هدایت تښتیدلو غلامانو په وسیله مسلسل صورت موندلۍ دی دا کومه نوی خبره ندی ، ددی وحشی روزل شوو قدیانانو او په هدایت تښتیدلی غلامانو په وسیله غوښتل کیږی چی د امریکا او انګلیس په تام ملاتړ سره افغانستان د پنجابی پاکستان تر کنترول لاندی راوستل شی اما هیڅکله به نه دا خرڅ شوی غلام قدیانان او په هدایت تښتیدلی غلامان به په داسی خائینو پلانو عملی کولو بریالی نشی!!!!!!!!

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx