نظــر

سپین بغاوت

خوشال درانی

څو تنه راټول شوي وو. د نیمايي نړۍ پر وړاندې یې د بغاوت خبره کوله. ځینو ور پورې وخندل. انډیواله! یو، دوه، درې او څلور نه دي. نیمايي کفري نړۍ راغلې. دا نه یوازې روسیه ده او نه انگلستان. ښه، سبا بغاوت کوو، په څه شي؟ په دې ټوپک!؟ ههههه له هغوی سره وسلې دي، الوتکې لري، بېپېلوټه ورسره دي، عسکر یې داسې غټ دي لکه خرهٔ. قرار کېنئ، مه د بغاوت نوم اخلئ او نه دا سادهتوب وکړئ. هغوی پاڅېدل.
څو تنه پاتې شول. زړونه یې مات، خو حوصلې یې لوړې وې. نیمايي ورځ یې سوچونه وهل. برید کوو، خو څنگه یې کوو؟ بېس، پوسته او که د امریکايي عسکرو په کتار؟ اخیر یې پرېکړه وکړه، چې هر څنگه کېږي بېگاه ته برید کوو.

په نړیوالو او کورنیو رسنیو کې توده موضوع دا وه، چې په هلمند کې طالبان را پیدا شوي. بېگاه یې د امریکايي عسکرو په بېس برید کړی. په رسنیو کې د طالبانو په دې کار ډرۍ وهل کېدې. پوځي او سیاسي کارپوهانو ویل: طالبان هېڅکله له نیمايي نړۍ سره نه شي جنگېدلی. امریکا ډېره زوره وره ده او طالبان ډېر کمزوري…

میاشتې نه وې وتلې، چې په سوېلي ولایتونو کې جگړه توده شوه. د امریکا پر وړاندې د سپین بغاوت لښکر ډېر ژر لوی شو. له سوېلي ولایتونو خبره ورو ـ ورو نورو ولایتونو ته ورسېده.
کلونه وروسته د امریکا پر وړاندې د جهاد سنگرونه د هېواد په ډېرو ولایتونو کې تاوده شول. هره ورځ دغه صف ډېرېدهٔ. خبره ټولو ولایتونو ته ورسېده.

د امریکا او ناټو په قوي ټکنالوژۍ سمبال عسکرو سره د مقابلې لپاره راوتلي طالبان هم قرار نه کېناستل. موټر بم بریدونه، ژېړې بوشکې، د سړک غاړې ماینونه او نور یې کارول…

فدايي برید به د یرغلگرو ټول بېس له خاورو سره خاورې کړی و، د ژوندي عسکرو به یې ذهني توازن خراب و او په مقابل کې به یې د الله اکبر غږ پورته کېدهٔ.

ژېړو هم خپله دنده ښه تر سره کوله. یوې بوشکې به څو ټنه ټانگ په هوا کې پورته کړ، د ځینو خو به یې غوښې هم نه پیدا کېدې او امریکا ته به یې یوازې تش تابوت وړل کېدهٔ.

ملکوتي غږونه نور هم په جذبه کې راتلل. الله اکبر، سبیلنا سبیلنا، الجهاد، الجهاد…

هره ورځ د طالبانو تر واک لاندې نوې سیمې راتلې، یو وخت د یوې پوستې نیول او ساتل سخت وو، خو وروسته خبره د ولسوالیو تر سقوط ورسېده. یو وخت کندوز هم دوه ځلې سقوط شو…

له کندوز امریکايي او افغان عسکر له زرهي ټانگونو سره په تېښته وو، خو په مقابل کې یې داسې جنگیالي ښار ته ننوتل چې په پښو یې بوټان او څپلۍ هم نه وې.

په نس وږو او پښې یبلو مجاهدینو ولایت نیولی وو، له داسې خلکو چې د دنیايي امکاناتو هېڅ کمی ورسره نه و.

کیسه ډېره اوږدېده. هره ورځ بمباري، چاپې، شهادت، زندانونه، شکنجې، خو ایمان ورځ تر بلې قوي کېده. د فتحې خوب ورو ـ ورو رښتیا کېده، خو حوصله او لا یې نوره قرباني غوښته…

له امریکا او ناټو به ډېر د جگړې شعارونه کرزي او اشرف غني ورکول. دریځ ته به چې ودرېدل، لومړۍ خبره به یې دا وه: شل کلنې لاستهراوړنې په سوله نه ورکوو. د ژوند تر وروستۍ سلگۍ جگړه کوو. دوی به آن غازي امان الله خان ته هم پېغور ورکاوه، چې مقاومت یې ونه کړ او له هېواده وتښتېد.

د سولې خبرې گرمې شوې. طالبانو ته رسمي دفتر پرانیستل شو، مغرورې امریکا له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره گونډه ووهله، غوښتنې یې ور وړاندې کړې، خو د طالبانو یوه خبره: پاتې کېدل مو نه منو، آن که یو وسله‌وال عسکر مو هم وي.

د سولې خبرې ډېرې اوږدې وې. پرله‌پسې ناستې، خو په مقابل کې یې داسې کسان وو، چې یوه ذره شاتگ یې ونه کړ او نه یې د امریکا غوښتنې ومنلې.

بالاخره! د امریکا او ناټو په لاسونو د شل کلن حکومت رېښې یوازې په ۹ ورځو کې وويستل شوې او په ټول هېواد د سولې او ارامۍ واکمني راغله.

مبارک!!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx