شعـــــرونه

ستا د بېلتون پۀ اور پخه هغه ناچاره چيغه/ روحاني

بشارت روحاني

ستا د بېلتون پۀ اور پخه هغه ناچاره چيغه
څنګه تر تا پورې در ورسوم ياره چيغه

د خپل ګړنګ وجود پر ژۍ ارمان ته نارې کړمه
بېرته يې واورمه را وګرځي لۀ ډاره چيغه

زړۀ د غمو او ستمو د بز ڪشۍ ډګر دی
يواځې غوږ ته مې رادرومي لۀ غباره چيغه

تۀ مې لۀ ژونده وتې ، ڪوڼ وې ، زما غږ پرېوته
څومره مې مۀ ځه! ، مۀ ځه! ، مۀ ځه! ڪړه تڪراره چيغه

څوڪ به يې تاب د اورېدلو ولري او ڪنه
څنګه بهر ڪړمه پۀ ستوني ڪې ایساره چيغه

بشارت ډڪ زړۀ درته راغلم ګوندې زړۀ مې سپڪ شي
ځار شمه ، وزغمه ! کوم در ته چناره ! چيغه

بشارت روحاني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx