
کرکټ نړیوالې شورا د افغان لوبډلې د څلورو کلونو لپاره د سیالیو مهالویش وټاکه
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۱ل): د کرکټ نړیوالې شورا د افغان لوبډلې لپاره د ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۷م د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د سفرونو پروګرام (ایف ټي پي) سیالیو مهالویش اعلان کړ، چې یوځل بیا به د ایرلینډ او زمبابوې پر وړاندې یو شمېر لړۍ ترسره کوي.
ددغه مهالویش له مخې به افغان لوبډله په دغه موده کې ۲۱ ټیسټ، ۴۵ یو ورځنۍ او ۵۷ شل اوریزې لوبې ترسره کړي.
د یاد مهالویش له مخې به افغان لوبډله د بنګلدیش پر وړاندې ۴ ټیسټ، ۶ یو ورځنۍ او ۶ شل اوریزې لوبې ترسره کړي.
د ایرلینډ پر وړاندې به ۴ ټیسټ، ۱۲ یو ورځنۍ او ۱۲ شل اوریزې لوبې ترسره کړي.
د زمبابوې پر وړاندې به ۸ ټیسټ، ۱۲ یو ورځنۍ او ۱۲ شل اوریزې لوبې ترسره کړي.
ددې سربېره به د استرالیا پر وړاندې یوه ټيسټ لوبه او ۶ شل اوریزې لوبې ترسره کړي. دغه راز د هند پر وړاندې به یوه ټیسټ ۳ یو ورځنۍ او ۳ شل اوریزې لوبې وکړي.
د ویسټ انډيز پر وړاندې یوه ټیسټ لوبه، ۶ یو ورځنۍ او ۶ شل اوریزې لوبې ترسره کړي. په داسې حال کې چې د سریلانکا پر وړاندې به یوه ټیسټ لوبه، ۳ یو ورځنۍ او ۶ شل اوریزې لوبې ترسره کړي.
د کرکټ بورډ اجرائيه رئيس نصيب خان ويلي چې دغه لوبې د سوپر ليګ سياليو برخه نه دي او د کرکټ بورډ په هڅو ترلاسه شوي دي.
د یادونې ده چې په دغه موده کې به د ایف ټي پي پروګرام له لارې افغان لوبډله د انګلستان او سویلي افریقا پر وړاندې هیڅ لوبه ترسره نه کړي.