شعـــــرونه

چغې وهم راته دریږي نه کاروان د ځوانۍ/ بسمل

محمد عليم بسمل

وخت د سېلاب غوندې روان دی وړي دوران د ځوانۍ
زهٔ ورته ګورم رانړیږي مې اېوان د ځوانۍ

ښکلي د زړهٔ کلاته و دریږي بېرته لاړشي
ور لهٔ دېننه خوابند کړی دی هجران دځوانۍ

زهٔ د حسرت پهٔ بام ولاړ ګورم تېرعمر پسې
سر پهٔ تڼاکه د زړهٔ اېښی دی ارمان د ځوانۍ

د زړه مطرب د ژوند رباب دږيرې سپین تارونه
د تېر ژوندون ستړې ټپې او یه کوربان دې ځوانۍ

بسمله ورو، ورو مې پرېږدي ګرد کې دسپینو ويښتو
چغې وهم راته دریږي نه کاروان د ځوانۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx