نظــر

ستاسو یې له افغانستان سره څه؟

دکتور عمر عماد

زه د دوه ډلو د افغانيت په دعوې شکمن يم:
يو هغه افغانان چه پخوا يا اوس زرګونه کيلو متره لرې غرب ته کډوال شوي، هلته ميشت شوي او د هغه هيوادونو جنسيت يې اخيستي يا اخلي او حتي اولادونه يې په پښتو يا فارسي سم نه پوهيږي.

دغه خلک چه په خپل دنيوي جنت کي ميشت شوي دي ، او خپله ښه پوهيږي چه بيا به ورباندي ددي وطن شمال هم نه لګيږي، او که راځي هم د يو څه وخت لپاره به د خاصو موخو لپاره موقتا ميلمانه راځي ، خو ددي تصور ډير ليري دي چه دوي دي بيرته دي وطن ته راستانه شي، ځکه که دوي ځيني ځيني د افغانستان سره روحي اړيکي لري، ددوي اولاد او کورنئ ځانونه د هغه وطن ګڼي چه پکي پيدا شوي او لوي شوي دي…

خو بيا يې هم له هغه ځايه افغانساتان ته دوربين را اچولي، او دلته يې توري مښوکي را اوږدوي کړي او مغرضانه ټونګي وهي، څوک پکي له کاناډا او امريکا څخه د – په اصطلاح- ملت پالني خيالي غورځنګونه چلوي، او چا پکي د الحاد او سيکولريزم خپرولو ته مټي رانغاړلي دي، او ډير ښه يې هغه عقده يان دي چه په په پرځول شوي نظام پسي وير او ژړا کوي، او په زړونو يې تور ټغر غوړيدلي دي .

دوهمه ډله هغه سور خولي او سرخ پوشه (پټانان) دي چه عملا د علي جناح د انځور لاندي ناست دي، او د پاکستان دآين په رڼا کي د پښتنو د حقوقو په عنوان سياست او تجارت کوي.

دغه خلک چه پخوا يې هم د افغانو ددين او وطن ددښمنانوـ کمونستانو پرچم څانګه ) سره تودي اړيکي درلودلي، خو د غويې د کودتا راهيسي يې عملا هميشه ددي وطن ددښمنانو – لمړي د کمونستي روس پلوه، او بيا د امريکايې غرب ځپلو حکومتونو- سره خپله دوستي پاللي، او د افغانانو په وير او ماتم يې خوښي اتڼونه کړي دي، د هغوي برحقي مبارزي ته يې د پرديو د ګټو جګړه ويلي ده، د هغوي په ژړا پوري يې خندلي، او د دي وطن د صادقو اولادو بري په سو راور کښينولي دي.

دوي هم ځانونه د دي خاوري وارثان بولي(!!!) او د هغه متل په مصداق چه وايې( د مدعي نه شاهد ډير برګ دي) د افغانستان نوي نظام ته يې سختي تڼاکي په زړونو ولاړي دي. څوک چه د افغانستان په اړه ددوي بابيزه څرګندوني واوري نو بيخي حيران شي چه دا خلک کوم خوب ويني، او له کومه ځايه غږيږي ؟!

څوک چه کله ناکله د افغانستان اړوند ددغي دواړه ډلو مغرضانه خبري واوري ، نو دا سوال ورته پيدا کيږي چه :
وه خلکو، ستاسي يې د افغانستان سره څه؟ تاسو خو عملا نه د افغانانو په غم او نه يې په خوشحالئ کي شريک ياستئ.
ځواب يې دادي چه:
هو، پدي دوي هم تر هر چا ښه پوهيږي چه دوي د افغانيت په دعوي کي رښتوني ندي ، خو دا ټوله فکري دښمني ده چه دوي يې د افغانستان د مسلمانانو سره پالي، نه د افغانانو سره رښتيني خواخوږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

پنجابی پاکستان کښی د منافقت او شر لپاره تولید شوی جعلی دوکتور عماد ( پنجابی نام ؟ ) ته : دا چی غیرتی افغانانی اوغیرتی افغانان د خرڅ شووتربیه شووکمونیستانو وحشت دوره کښی بیا د خرڅ شوو تربیه شوو په فریبی ایجاد شوو تنظیمونو دوره کښی اوبیا د فریبی لپاره تربیه شوی قدیانی طالبانو تور وحشت کښی ډیرو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ او ډیرو د ژوند ساتنی لپاره ددی خرڅ شوو وحشیانو له کبله خپله پاکه خاوره پری ایښی دی نو پنجابیه غلامه ته او د تا همرنګه که د اجنبیو په مټو هر څومره ځانونه د افغانستان… نور لوستل »

دوکتور غروال

معلومیږی چی نن اسیا پورتال ازاد ندی بلکه د غلامانو له خوا تر کنترول لاندی دی !!!!! پنجابی پاکستان کښی د منافقت او شر لپاره تولید شوی جعلی دوکتور عماد ( پنجابی نام ؟ ) ته : دا چی غیرتی افغانانی اوغیرتی افغانان د خرڅ شووتربیه شووکمونیستانو وحشت دوره کښی بیا د خرڅ شوو تربیه شوو په فریبی ایجاد شوو تنظیمونو دوره کښی اوبیا د فریبی لپاره تربیه شوی قدیانی طالبانو تور وحشت کښی ډیرو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ او ډیرو د ژوند ساتنی لپاره ددی خرڅ شوو وحشیانو له کبله خپله پاکه خاوره پری ایښی دی نو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx