ټولنیزه برخه

هېڅ شی نا ممکن نه دی!

حمزه الیاس

ارواپوهنه!
ستر فرانسوي جنرال ناپلیون بوناپارټ به خپل ډېر وخت جګړو کې تېراوه، د یوې جګړې پر مهال د الپ غرونو ته ورسېد، د هغه هدف تر غرونو ها خوا و، باید پرې اووښتی وای، خو ستونزه دا وه چې ده او لښکر ته یې له دې غرونو پورې وتل لویه ستونزه وه. د غرونو په لمن کې یوه بوډۍ ښځه اوسېده، ناپلیون ترې وپوښتل: له دې غرونو د پورې وتلو کومه لاره درته معلومه نه ده؟
بوډۍ یې پر پوښتنه وخندل او ویې ویل: دا کار نا ممکن دی، ډېرو ناپوهو مېړنیو له دې غرونو د پورې وتلو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی، نو ستا خير په همدې کې دی چې پر کومه لار راغلی یې، په همغې بېرته ستون شې!

ناپلیون د بوډۍ په دې ناهیلې کونکي خبره همت له لاسه ورنکړ، ځکه د هغه له نظره اصلا د (ناممکن) کلمې کومه معنا نه درلوده او نه یې پرې اعتراف کاوه، نو بوډۍ ته یې وویل: ستا خبرې ډېر زړور کړم، اوس نو په لا ډېر احتیاط او پاملرنې پلان جوړوم او تر هغې کرار نه کښېنم چې له دې غرونو پورې نه وځم!

بوډۍ د ناپلیون زړورتیا او ځان باورۍ ته هکه پکه حیرانه سوه او په دې الفاظو یې وستایه:
(په دې نړۍ کې ستا په څېر مېړنیو لپاره هیڅ شی ناممکن نه دی، ته خامخا په خپله هڅه کې بریالی کېږې!)
هماغه و چې ناپلیون په بریالیتوب سره له الپ غرونو پورې ووت.

ناپلیون پر دې اعتراف نه کاوه چې ګواکې په نړۍ کې دې کوم ناممکن کار هم وي، ځکه هغه اصلا په ناکامۍ باور نه درلود، نو یې وسوای کولای چې له غرونو پورې وځي .
له همدې ځایه ده چې وایو: هر انسان کولای سي د ناکامۍ له غرونو پورې وځي، که څه هم چې ډېر لوړ وي؛ خو یوازې په دې شرط چې د ( ناممکن) کلمه د خپل ذهن له پاڼې ورانه کړي او په کثاف دانۍ کې یې واچوي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx