دیني، سیرت او تاریخ

اسلام او حفظ الدم( د وینې ساتنه)

ميا نوراغا

د اسلام په نوم کې د سلامتیا اعلان دی، په اسلام کې بې موجبه قتل او وینه تویدل سخت ترینه ګناه ګڼل کیږي، بلکې حفظ الدم د اسلام او شرعیت له لویو او عظیمو مقاصدو څخه شمیرل کیږي.

په اسلام کې د مسلمان څه چې د کافر مستأمن ، معاهد وینه هم خوندي ده.
بغیر له موجب د مسلمان وینه تویول که څوک حلال وګڼي کفر دی او که حلال یې ونه ګڼي بیا یې تویول په جهنم کې د ډیرې اوږدې مودې تیرول ، الهي لعنت او غضب سبب دی.

د وینې اباحت لپاره څو خاص ځایونه دي چې د اسلامي حاکم نظام وظیفه ده:
1- د ظالم قاتل قصاص: په قصاص کې خپله هم د حفظ الدم فلسفه نغښتې ده
2- د واده شوي زناکار رجم: چې د معاشرې د اصلاح فلسفه په کې نغښتې ده.
3- د اسلام له منلو او قبلولو ورسته ارتداد: چې د اسلام د احترام او عزت فلسفه په کې نغښتې ده.
4- له اسلامي عادل نظام څخه بغاوت: چې د معاشرې اصلاح ، د فساد ، قتلونو او هرج مرج د مخنیوي فلسفه په کې نغښتې ده.
د وینې تویلو لپاره دا څو محدود اسباب دي هغه هم د حاکم نظام لخوا عملي کیږي او بس.
جهاد او قتال به له حربي کافر ، د اسلامي نظام له باغي، د ځان او مال په دفاع کې کیږي.
له نظام او حاکم څخه بغاوت او په خلاف یې قتال هغه وخت جائز دی چې له حاکم څخه په ښکاره کفر ظاهر شي دا سې کفر چې د تأویل هیڅ ګنجائش پکې نه وي.

په اسلام کې به د وینې حفاظت لپاره لارې لټول کیږي، د تویدلو لپاره یې لارې او تأویلات لټول ممنوع دي.
په اسلام کې مساجد او علماء شعائر الله دي:
د مساجدو بې احترامي کې د کفر خطر دی.
بغیر له موجب د علماؤ بې احترامي او قتل لویه ګناه او د کفر خطر دی، له دې سره د الله عذاب او غضب ته دعوت ورکول دي.
بد بختانه له څلویښتو کلونو راهسې د علماؤ قتلونه په یوه او بل نوم روان دي چې تر شا یې د منحوسو کړیو مستقیم او غیر مستقیم غرضي او خونخواره لاسونه دخیل دي.

تنبیه: اسلام له داسې کړنو پاک دی او داسې اعمال د اسلام له قوانینو سره هیڅ اړخ نه لګوي، د اسلام په جامه کې ورته اعمال مو په اسلامي لار ښونو او ارشاداتو شکي نه کړي!

اسلام بلکل ښکاره، پاک او د د فطرت دین دی د اسلام د ښمنان د اسلام بدنامولو لپاره له هرې حربې کار اخلي.
د اسلام حقانیت او سپیڅلتیا له اسلام څخه معلومه کړئ نه له هغو اشاخاصو څخه چې د اسلام په جامه کې د شیطان لارویان دي.

همدا رنګه د اختلاف، افتراق او قتال تر منځ فرق وکړئ او د جواز مراتب یې معلوم کړئ.

یقیني یم چې په اوس وخت د مدارسو او ماسجدو بې حرمتي او د علماؤ د قتلونو د لړۍ تر شا مستقیم او غیر مستقیم نور لاسونه دي خو د ځوان جذبه او خالی ذهن به په مرغنو او سرابي الفاظو استخدام شوی وي.
په هر مسلمان بالخصوص په حام نظام یې دوازه تړل فرض دی او باید پوره توجه ورته وشي.
اللهم ارنا الحق حقا و ارزقنا اتباعه او ارنا الباطل باطلا و ارزقنا اجتنابه!

میا نورآغا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx