نظــر

په دولتي ادارو کې د «طی مراحل او کاغذ پرانۍ» ناوړه جال

عبيدالله دقيق – کابل

په جمهوريت کې به چې کله دولتي ادارو ته خلکو مراجعه کوله او هلته به يې کار نه کېده، بيا به يې شکايت کاوه، چې اداري فساد او رشوت دی او په دولتي ادارو کې يې کارونه په ښه توګه نه ترسره کيږي، هغه وخت به موږ دا موضوعات ځکه ډېر سخت نه احساسول چې موږ خپله ورسره مستقيم نه و مخ شوي.

د اسلامي امارت په حاکميت سره چې زه هم د يوې دولتي ادارې کارمند شوی يم او له تېر يو کال راهيسې خدمت کوم او بېلابېلو ادارو سره مو کاري اړتيا پېښيږي نو ګورو چې د ځينو ادارو کارونه په هماغه پخواني جمهوري سيستم (طی مراحل او کاغذ پرانۍ) روان دي، مګر ځينې ادارو کې بيا په ډېره ښه توګه کارونه پرمخ ځي.

څو ورځې وړاندې مې د کورنيو چارو وزارت اړوند کار پيدا شو چې په ډېر منظم او شفاف ډول مو کارونه په ښه توګه ترسره شول، خو پرون يو بل وزارت ته لاړ وم چې هغلته مو يوازې د يوې شعبې اړوند کار و چې بايد ترسره شوی وای، خو متاسفانه چې په پنځو بېلابېلو شعبو يې دوه او درې ځله وزغلولو او بيا يې هم راته کار ونه کړ.

د مراجعينو دې ستړيا او منډو ترړو ته اداري کارمندان (طی مراحل) وايي چې له مخې يې يو اړمن کس بايد د يو کار لپاره د وزارت/ رياست څو شعبې وګوري او ترڅو چې يې کار خلاصيږي او د وزارت له دروازې وځي نو لکه له يو ستړي سفر څخه چې راستون شوی وي.

که څه هم تر اوسه په دولتي ادارو کې د تېر نظام کاري چوکاټ او طرزالعمل نه استفاده کيږي چې پخوا يې له ډېرو مشکلاتو سره خلک مخ کړي وو، نو اوس نه بايد په پخوانيو فاسدو ګامونو ګام کېښودل شي، بايد د ادارو د اصلاح او مراجعينو د ستونزو حل ته جدي پاملرنه وشي او دې ځورېدلي او کړيدلي ولس ته په ښه توګه خدمت وکړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Osmanghani

مونږ ستاسو له اکونټ څخه ډېر خوښ یو ځکه چې بغېر له حقایقو هیڅ نه خپروی الله مو همداسې راته سرلوړي او کامیاب لره.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx