شعـــــرونه

د محبت له ازموینې نه خلاصون نشته/ انس حقاني

انس حقاني

د محبت له ازموینې نه خلاصون نشته
یارانو چا ویل؟  دې کلي کې ژوندون نشته

د عاطفو ښار کې لیلا ده د چوپتیا مېلمنه
سترګي هغه دي خو افسوس دادی مجنون نشته

چې د جانان له کلي تللی یمه مړ غوندې یم
تن مې بې روحه ښکاري زړه کې مې سکون نشته

د خیال هنداره کې مې ولیدو تصویر د ځوانۍ
خود به دغم ساندې وهمه چې پرون نشته

ښکالو د حسن مې د زړه په غوږو واوریدله
سترګې مې پرانیستې خو پلونه یې بیرون نشته

د زمانې ستم یې زړه څخه نفرت ویستلی
له مینې پرته په  انس کې بل  غبرګون نشته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx