شعـــــرونه

د سولې اذان/ عمار

عايشه عمار

یوسف مخی لمر راپورته په جهان دی
په وطن مې بیا د سولې خوږ آذان دی

ربه شکر چې د مینې وږمې راغلې
سپین سحر کې ترنم د پاک قرآن دی

کونډې ناوې زرزري لوپټه واخله
ستا د یار غیرت راوړی دا امان دی

د شهید مور ته زر ځله مبارک شه
آزادی باندې سمبال افغانستان دی

دلته ګل غوندې ځوانۍ ورپسې لاړې
اوس راوړی یې زخمونو ته درمان دی

د شهید د عطرو بوی پکې لګیږي
غرو رغونو کې یې هر یاد بې پایان دی

عایشې تاته دې هم ډېر ډېر مبارک وي
له مودو نه پس پوره دې لوی ارمان دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حبیب عمار

ماشاءالله.
بارک الله فیک

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx