ټولنیزه برخه

اوښان داسې نه اوبه کیږي

حامد افغان

سعد او مالک د جاهلیت زمانې دوه وروڼه وو، سعد شپون او مالک اوښپه و، اوښپني کې د مالک مهارت هر چا منلی و، یو وخت مالک د واده لپاره رخصتي واخیستله، څو شپې په واده بوخت شو او اوښان یې خپل ورور سعد ته پرېښړدل.

څه وخت وروسته چې مالک خپلو اوښانو ته ورغی هغه ډېر کمزوري شوي وو، ځکه سعد په اوبو او خوړو سم نه مړول، سعد به څادر اوغوستی او د ونو لاندې به ناست و او د اوښانو کیسه کې به نه و، چې وږي دي که ماړه. مالک خپلو اوښانو ته خپه سو او سعد ته یې دا لاندې بند وویلې.

أوردها سعد، وسعد مشتمل
ما هكذا تورد يا سعدُ الإبل

سعد به څادر اغوستی و، اوښان به یې اوبو ته پرېښودل، خو ګوره سعده! اوښان داسې نه اوبه/پوول کیږي. وروسته د مالک دا خبره (ما هكذا تورد يا سعدُ الإبل) عربو کې متل وګرځیدله، د هغه چا لپاره چې یو کار ورته وسپارل شي او هغه یې په سمه توګه نه شي کولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx