ادبي لیکني

نازنین ته!

لیکوال: دادمحمد ناوک

تا سوونه کلونه وروسته ثابته کړه، چې په میوند او بګرام کې یو هډ اوسېږي. لاهم د یرغل په وړاندې یواځې ځوانان خپلې غوښې نه شيندي، بلکې د ناهید خور هم له لېوانو نه د شرف ساتلو په خاطر تندریز ګوزار کولای شي.
نازنین!
ته پوهېږې ستا له ګلورین بدن نه چې اروا ووته، هلته لرې یو چا د بلې رنګ شوې، سپينې شوې او ښوی پتلون اغوستې له غېږې ځان خلاص کړ ویې خندل:
ـآه! دلته ګوره، نوی خبر راغی!
ـ پرېږده خبرونه، بیا مدیر صیب راځي…
ـ اخ! نه ولا ، دلته ګوره یوې نجلۍ کوم خارجی سرتېری ویشتلی.
دا يې له ځانه ټیل وهله:
ـ ځم ګرانې چې بېړنی خبر خپور کړم.
د مخ کریم يې دتلویزون په شیشه سم نه ښکارېدل، کاغذونه يې مخته ونیول، تخنیکری سره بتۍ بله کړه:
ـ نن د پروان ولایت اړوند په بګرام ولسوالي کې د بهرنیو ځواکونو يو سرتېری د یوې پېغلې له خوا…
نازنین!
ته پوهېږې!
دې ځوان ستا مقدسه خندانه اروا نه لیده، خو ستا اروا هغه لیده، اروا دې زغم درلود اروا دې خپه وه، اروا دې حیرانه شوه، چې د افغان په جامه کې، زموږ پخپله ژبه یو ښوی مخی ستا د اروا پر مبارک جسد تېری کوونکی «سرتېری» بولي!!!
ستا اروا دی ولید، چې وړاندې له کومې غېږې را ولاړشو او سکرین ته ودرید!
نازنین!
تا سوونه کاله وروسته ثابته کړه، چې ملاله شته، غازې ادې شته، ناهید شته دلته لاهم په ښځو کې تر ډېرو ښوی مخو سړیو غیرتمنې شته، دلته له زرګونو سرچپه تبلیغاتي اعلانونو سره – سره ښځه ځان مسلمان او د عزت نمونه بولي.
نازنین!
ته پوهېږې!
ستاسې کره درغلیو دلته دیارلس کاله نارې ووهلې، دوی دیارلس کاله دیارلس سوه رسنۍ تر دیارلس میلیونه ډالره مصرف نه هم زیات صرف ستا په څېر د معصومو د بې عفتۍ لپاره وګومارلې.
نازنین!
ستا اروا خو په خپلو سترګو ولید، چې ستا پر ناموس بریدګر يې چې «سرتېری» باله، هغه له کومه کیمرې ته ودرید، په هغه اداره کې څه نه کېدل؟؟؟
نازنین!
ته لاړې!
خو که د افغانیت یوه ذره حس وي، ته به پکې له ملالې سره جوخته یادېږې!!!
تا په داسې دور کې د ملالې نوم راژوندی کړ، چې نورې د ملالې په نومونو د ځان پلورنې بازارونه ګرموي.
نازنین!
ته ژوندۍ يې!
ته به تر هغو يې، چې دلته کلیمه ویله کېږي!
ته به تر هغو يې، چې تر څو د ناموس په نوم ارزښت وي!
ته به تر هغو يې، چې په دې ويړه نړۍ کې د انسان نوم وي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x