
ولې پلان جوړونه مهمه ده؟
استاد عبدالجبار وحدت
د لومړیتوبونو ټاکلو هغه پروسه ده ، چې دا څرګندوي، چې باید څه تر سره شي او څنګه تر سره شي؟مدیریت لومړنۍ دنده ده او باید مدیر لومړی اهداف وټاکي، پلان باید ځکه جوړ شي، چې پرته له پلان څخه موږ ستراتیژیکو موخو او اهدافو ته ځان نه شو رسولی ، بې له پلان څخه نه کار پیل لري او نه پای، نن ورځ ډېری مدیران او حتی رهبران په سازمانونو کې ډېر ستړي او تر ذهني سټریس لاندې دي، دوی همېش وایي ، نه پوهېږم کار له کوم ځای څخه پیل کړم او څه وخت او په کومه نقطه یې پای ته ورسوم، یا ډېری وخت شکایت کوي، چې کارونه مې نه ختمېږي، بنا پلان جوړونه مهمه ده ، او ځکه مهمه ده چې:
• پلان د خطر درجه او چانس کموي
• پلان جوړونه د وخت ضایع کوونکو کړنو مخه نیسي.
• نوښت او تخلیقي افکار تشویقوي
• پلان جوړونه کمک کوي، تر څو غوره تصمیم نیونه تر سره شي.
• د کنټرول لپاره معیارونه ټاکي.
• تر څو اهداف وټاکي
• ستونزې تجزیه کوي او حلوي یې
• پلان جوړونه د ضعف او قوت نقاط څرګندوي
• پلان جوړونه اطمنان ډاډ زیاتوي
• پلان جوړونه موثریت زیاتوي
• پلان جوړونه ستاسو او ستاسې د سازمان اعتبار زیاتوي.