نظــر

امان الله خان او د علامه اقبال پيام مشرق!

وحيدالله مصلح
علامه اقبال د شاه امان الله غازي په نوم خپل مشهور پيام مشرق ليکلى، (گنجور) د پارسي شاعرانو يوه لويه او معتبره وېبپاڼه ده، که تاسو هلته د پيام مشرق مقدمه وګورئ نو ليکلي يې دي، چې (پیشکش به حضور اعلیحضرت امیرامان الله خان فرمانروای دولت مستقلهٔ افغانستان خلد الله ملکه و اجلاله) علامه تر دې لنډ تمهيد وروسته شاه امان الله ته يو اوږود پيغام لري، د پيغام په پيل کې د شاه امان الله غازي د ځانګړتياو په اړه وايي:
ای امیر کامگار ای شهریار
نوجوان و مثل پیران پخته کار
چشم تو از پردگیهای محرم است
دل میان سینه ات جام جم است
عزم تو پاینده چون کهسار تو
حزم تو آسان کند دشوار تو
همت تو چون خیال من بلند
ملت صد پاره را شیرازه بند
په دغه ځانګړتياو کې خصوصاً په وروستي بيت کې علامه پر شاه امان الله ډېر لوړ حساب کوي، هغه ته وايي چې ستا همت زما د خيال په شان لوړ دی، که څوک لږ هم د اردو ادب په اړه مطالعه ولري او بيا په دې مطالعه کې هغه د علامه اقبال د خيال الوت وګوري نو علامه د اسمان په بلنديو کې ګرځي او ځکه خو د هغه د شعر مشخصه او سمبول شاهين دی، علامه د غازي همت د خپل خيال په پروازونو کې ګوري او هغه په دې ډول د خپل لوړ خيال عملي منظر د شاه غازي امان الله په همت او عزم کې غواړي. د همدې بيت په دويم نيم بيتي کې هغه شاه ته وايي چې د سل ټوټې ملت لپاره شېرازه بند ته يې، علامه د ويشلي ملت د کوشېر او يو کولو لپاره بل څوک نه پيدا کوي او هغه دا وړتيا په غازي کې ګوري، دا د يو مفکر او علامه شاعر يو لوی باور دی او د دې باور مورد او حامل بيا شاه غازي امان الله دی.
د همدې شعر په منځ کې علامه د اسلامي نړۍ د هغه مهال تصوير کشي کوي او علامه ته د دې حالاتو د ناجي په سترګه ګوري، هغه غازي ته وايي:
مصریان افتاده در گرداب نیل
سست رگ تورانیان ژنده پیل
آل عثمان در شکنج روزگار
مشرق و مغرب ز خونش لاله زار
عشق را آئین سلمانی نماند
خاک ایران ماند و ایرانی نماند
سوز و ساز زندگی رفت از گلش
آن کهن آتش فسرده اندر دلش
مسلم هندی شکم را بنده ئی
خود فروشی دل ز دین بر کنده ئی
در مسلمان شأن محبوبی نماند
خالد و فاروق و ایوبی نماند
ای ترا فطرت ضمیر پاک داد
از غم دین سینهٔ صد چاک داد
تازه کن آئین صدیق و عمر
چون صبا بر لالهٔ صحرا گذر
دلته چې کله علامه د مصر، ترکيې، ايران او هند د مسلمانانو پر وير غږېږي نو د سختې نهيلۍ ښکار کېږي، هغه غازي ته وايي چې په مسلمانانو کې د محبوبيت شان نه دی پاتې او په مسلمانانو کې خالد بن وليد، عمر فاروق او صلاح الدين ايوبي نه دی پاتې… تر دې نهيلۍ وروسته ورته ژر يو غازي په نظر راځي او بيا دې غازي ته وايي چې تا ته خو الله تعالى، پاک ضمير درکړی، د دين له غمه يې سل ځلې چوولې سينه درکړې نو د ابوبکر صديق او عمر فاروق قانون تازه کړه او د سهار په شان د صحرا پر لاله ګلانو تېر شه.
ما چې د تاريخ کومه مطالعه کړې، يو مهم درس مې په کې دا موندلی، تر هغه چې د افغان واکمنانو سترګو د افغانستان له جغرافيې لرې کتل، کله چې هغوی په هند او ايران کې ارزښتي کشمکشونه درلودل او کله چې هغوی حتی د غازي په مشرۍ له انګليس سره جګړه کوله نو هغه يې د بايللې پښتونخوا په کوزه غاړه کوله، نو په دغسې يوه فرا وطني منظر کې دا ټول شاهان سخت په دبدبه، عزت او بري کې وو، خو کله چې افغان واکمنانو تحت الحمايه حالت ښه ګڼلی او په وطن کې يې ځانونه په لويو کلاګانو کې خوندي کړي نو بيا دوی د عزت له کمي سره مخ شوي، له محروميت او کمترۍ سره مخ شوي او مزل يې بيا د داخلي کشمکشونو په ځوړ کې کړی، د غازي د لومړيو شان او وروستيو پريشان دواړو حالتونو کې دغه بلند نظري او خودنظري ښکاري، په لومړۍ مرحله کې هغه د خلافت د ميراث خبره کوي، د هند او عثمانيانو او مصريانو خبره کوي او وروسته بيا هغه د سليقوي تقليد خبره کوي او خبره بيا دغسې جامده او پای ويلې راغله.
کله چې په کابل کې د غازي په وړاندې اړودوړ پيل شو، تر هغه چې غازي د کويټې له لارې وتلو، علامه اقبال د غازي د بري او ثبات لپاره د هند په رسنيو کې ليکل کول، هغه افغانان د دغه اړودوړ انجام ته متوجه کول.
زما د مقالې (د استقلال شانداره سليزه؛ د تاريخ دروند پور) له متن څخه!

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx