نظــر

له شل کلن اشغال وروسته د خپلواکۍ نمانځل!

حکمت الله ميوندي

افغانستان په ۱۲۹۸ هجري لمریز کال کې هغه مهال چې برتانیا د نړۍ په ډېرو برخو واکمنه وه په دې بریالی سوه چې په رسمي ډول خپله خپلواکي اعلان کړي.

سږکال ۱۴۰۱ د زمري ۲۸ مه په داسې حال کې راځي چې افغان ولس له دغې خپلواکۍ وروسته په خپل ۱۰۳ کلن مزل کې د نړۍ دوې سترې امپراتورۍ یو يې شوروي او د هغه متحدین ول چې په کال ۱۳۶۷ هجري لمریز د غوائي پر ۷ يې افغانستان کې ماتې وخوړه او خپل سور پوځ يې له دې خاوري و ایست له دې وروسته امریکا او د هغه متحدینو (ناټو) افغانستان باندې منګولې ښخې کړې خو دا يې هېره کړې وه چې دا خاوره د هر یرغلګر لپاره سقر دی دلته به یوازې د دوي ککرې خاورې کېږي.

سږنی کال موږ په داسې حال کې د غازي امان الله خان او د هغه د ملګرو په توره ګټل سوې خپلواکي نمانځو چې ورسره همهاله د امریکا ۲۰ کلن استعمار د پای هم کال پوره سوی او نن افغانستان د سیاسي، اقتصادي، پوځي، ملي ارادې درلودل، ملي حاکمیت او د ځمکنۍ بشپړتیا ساتل چې د خپلواکۍ ارکان دي، پوره کړي او دا مهال یو خپلواک هېواد لرو.

نن الحمدالله زموږ کور، کلی او ښار کې امنیت دی د ښار او کلي تر منځ واټن له منځه تللی د ښار سړی کلي او د کلي سړی ښار ته میله باسي، اوس مو بچي د چاپې او تیارې له ډاره تر سهاره په ویښه نه تېروي اوس خړ پړ پښتون چې کله ښار ته ځي نو لنګوټه په کڅونړه کې نه اچوي بلکې د خیال او غرور ډکه شمله يې پر سر وي.

د افغان خاوره تل له جنګونو سره مخ سوې او شک نشته چې بېلابېلو قدرتونو او هېوادونو زمونږ خپلواکۍ ته زیان رسولی یو ځل شوروي اتحاد تر هغې وروسته امریکا او د ناټو غړو هېوادونو د افغانستان ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د افغانستان استقلال او خپلواکي ګواښلي ده، د افغان ولس لپاره هغه لازمه ازادي چې د یوه خپلواک هېواد لپاره اړینه وه په تېرو شلو کلونو کې محدوده سوې وه خو نن دا محدودیت پای موندلی د شپې تیارو د افغان له لمنې خپل تور پړونی ټول کړی او سپین سبائي پر ځای وړاندګې اچولي.

په پای کې غواړم یو ټکي ته اشاره وکړم هغه دا چې آزدي د ملتونو د پرمختګ وسیله ده او د ژوند ټولې چارې د آزادۍ په سیوري کې حل کېدلی او ترلاسه کېدلی سي؛ ځکه که یو ملت تر خپلواکۍ بل څه غوره وګڼي؛ هر څه له لاسه ورکوي او یا هم له چا نه، چې ازادي واخستل سي، داسې ده لکه هر څه، چې ورځنې واخستل شو.

تل دي وي خپلواک او متحد افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx