افغانستان

اشرف غني احمدزی:د ټاکنو له ګټلو وروسته واک نه ويشم

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري۲۲مه، ۱۳۹۳ل):د ولسمشريزو ټاکنو مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزی د ډېرو ګنګوسو په ځواب کې څرګنده کړه، چې د ټاکنو د ګټلو په صورت کې به له بايلونکي ټيم سره په هېڅ وجه واک شريک نه کړي.

نوموړی وايي، چې عبدالله عبدالله سره يې د واک د ويش تړون نه دی لاسليک کړی او د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري هم د يو درېيم ګړي په توګه راغلی و، نه د قاضي په توګه.

ښاغلي احمدزي زياته کړه، چې د نوموړي تړون له مخې به ولسمشر د اجرايوي شورا مشر ټاکي او د اجرايوي شورا مشر به د ولسمشر له امر سره سم خپله دنده پر مخ بيايي.

د تېرې جمعې په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د دوهم ځل لپاره په نا اعلان کړي سفر کابل ته راغی او د امريکا سفارت کې د نوموړي په منځګړيتوب يو تړون لاسليک شو، چې دواړه نوماندان به په ګډه يو ملي حکومت جوړوي، مګر د دواړو ټيمونو غړي د نوموړي تړون په اړه ضد و نقيض څرګندونې کوي او د هر يو خبرې وخت تر بله بدليږي.

ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، چې د امريکا سفارت کې د شوي تړون له مخې به ولسمشر د خپل واک ځينې برخې اجرايوي مشر ته ورکوي او اجرايوي مشر به دوه کاله وروسته د اساسي قانون کې له تغيير سره جوخت لومړی وزير کيږي.

عبدالله زياتوي، چې د اجرايوي شورا مشر به واک لري، چې خپل اهل کسان پر مهمو وزارتونو او پوسټونه وټاکي.

بل پلو ډاکټر اشرف غني احمدزي پرون کابل د رسنيو استازو سره په خپلو څرګندونو کې وويل، که ولسمشر شي، هيڅکله به واک ونه ويشي؛ ځکه چې د قانون له مخې بايد د واک مرکز يو وي.

ډاکټر غني احمدزي پرون کابل کې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په خپلو خبرو کې وویل، چې د جان کيري په منځګړيتوب د شوي تړون د تفسير لپاره يې يو پلاوی ټاکلی، چې ډېر ژر به خپل کار پيل کړي.

د شنونکو په اند، کيدای شي د اشرف غني له دې څرګندونو وروسته یو ځل بیا غوغا را پورته شي.

کاپورهان په دې باور دي، چې د دواړو لوريو تر منځ د شوي تړون د ابهام او رايو د باطلو په اړه د دواړو لوريو معيارونه سره جلا دي او کېدای شي يو ځل بيا د دواړو لوريو تر منځ ټاکنيزې ناندرۍ پيل شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

وایی خړی د برګی ورور دی ، دوی دواړه غلامان دی غلامان هغه څوک نه دی چه تصمیم ونیسی غلامان هغه څوک دی چه ورته وویل ش هغه وکړی ، او هغه دواړه کوی ، دوی چه د خپلو بادارانو سره د بورو دروازو شاته کینی دوی بیا هغه عبدالله او اشرغ غنی نه وی چه بهر لاپی کوی یو یل سره د ورونو په شان خاندی او پوهیږی او دواړه خاندی چه مونږ او وزارت او ریاست او صدارت د یو مدیریت او ولسوالی وړتیا هم نه لرو داچه امریکا راباندی مهربانه شوی جیبونه ، کورونه او بانکونه یی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x