دیني، سیرت او تاریخ

د اسلامي امت ځوانانو ته! «۱» برخه

حسان مجاهد

ځوانان د ټولنې هغه مهم قشر ده؛ چې د نړۍ هر ګوټ ته اسلام د دوی په مټ غځېدلی ده، سترې امپراتورۍ د دوی په سرښندنو فتحه شوې دي او دغه مقدس دين تر موږ پورې د دوي په هڅو سره خوندي رارسيدلی ده. خو متأسفانه! په نن زمانه کې ځوانان له يوې خوا د شهوت په لومو کې ښکیل او له بلې خوا د فکري انحراف ښکار شوي دي، دوی د اسلافو په څېر د دين دفاع، دعوت او اشاعت د ځان لپاره هيڅ مسؤليت نه ګڼي او په ټولنه کې يو بې مسؤلیته ژوند تیروي. په دې اساس مو د «اسلامت ځوانانو ته!» تر سرليک لاندې اړینه وبلله چې ځوانان خپلو ديني او ايمانې دندو ته متوجه کړو، د غفلت له درانه خوبه يې راويښ کړو او د څو هغو اسلافو د ژوند تاريخ ورته راوسپړو، چې د ځوانۍ په نازکو مرحلو کې يې داسې حيرانوونکې کارنامې کړې دي، چې په لوستلو يې د سړي ايمان تازه کېږي او هر لوستونکي ته د لوړ همت انګيزه وربښي.

دغه مقاله په يو شمېر مطالبو رانغاړو، چې
لومړی مطلب يې ده:

(د ځوانانو سالمه روزنه)

له دې امله چې د ځوانانو سالمه روزنه د معاشرې په اصلاح کې او همدا راز د جهاد، دعوت او تبلیغ په لاره کې ستر رول لري؛ ځکه د ځوانانو په سالمه روزنه لومړی د انسانیت ستر محسن محمد ﷺ ډیر ټينګار کړی ده:
۱_ ددې لپاره چې ځوان په پټه او ښکاره له الله تعالی څخه وويريږي او په خپله اراده ټينګ وي؛ رسول الله ﷺ فرمايي: « ان الله ليعجب من الشباب الذې ليس له صبوة»
ژباړه: بېشکه الله تعالی له هغه ځوان څخه ډير خوشحاله وي؛ کوم ځوان چې له سمې لارې انحراف (کوږوالی) نه کوي. رواه احمد.

۲_ ددې لپاره چې ځوان دالله تعالی له عبادت سره لازم او درب امر ته منقاد شي؛ رسول الله ﷺ فرمايي: «سبعة يظلهم اللّه في ظله يوم لا ظـل إلا ظلـه….. و شباب نشأ في عبادة اللّه .. » ژباړه: دهغو اوو تنو له جملې څخه، چې په ورځ د قیامت به يې الله تعالی تر خپلې سايې (رحمت) لاندې کړي؛ يو هغه ځوان ده چې په عبادت کې رالوی شوی وي. رواه الشیخان

۳_ ددې لپاره چې ځوان خپل فرصت او قيمتي عمر له لاسه ورنکړي؛ رسول الله ﷺ فرمايي: « اغتـنم خمس قبل خمس…… وشـبابك قبـل هرمـك» پنځه شیان تر نورو پنځو وړاندې غنيمت وبوله او ځواني تر بوډا توب وړاندې غنیمت وبوله! رواه حاکم

۴_ ددې لپاره چې ځوان دخپل رب په وړاندې دخپلې ځوانۍ او قوت مسؤل ده؛ رسول الله ﷺ فرمايي:« لا تزول قدما عبد يـوم القيامـة حـتي يسـأل عـن أربـع عـن عمـره
فيما أفناه ، وعن شبابه فيما أبلاه…..» ژباړه: دقيامت په ورځ به ترهغه وخته بنده پرينښودل شي؛ تر څو چې دعمر او ځوانۍ په اړه ترې نه وي پوښتل شوي؛ چې عمر او ځوانۍ دي په څه کې تير کړو؟ رواه الترمذي

۵_ ددې لپاره چې ځوان له فحاشۍ او فساده وژغورل شي؛ رسول الله ﷺ فرمايي:«يامعشـر الشـباب مـن اسـتطاع مـنكم البـاءة
( أي القدرة علي الزواج ) فليتزوج ، فإنه أغض للبصر وأحصن للفرج …. » ای ځوانانو! له تاسي څخه چې څوک په نکاح قدرت لري، نو نکاح دي وکړي؛ ځکه نکاح دسترګو او شرمګا په ساتنه اوپاکې کې ښه کومک کولای شي.

په نن زمانه کې دځوانانو سالمې تربيې ته ډيره اړتيا ځکه ده؛ چې دځوانانو دبې لاريتوب او غفلت لارې خورا آسانه شوې دي، دوخت داعيان او علماء بايد دځوانانو سالمې تربيې ته پوره پاملرنه وکړي او ځوانان لکه په جسم چې ځواکمن دي؛ بايد په ايمان، عقيده، اخلاقو، علم، دعوت او جهادي روحیه يې هم ځواکمن وګرځوي، تر څو د لويدلي امت دبیا برم او بريا لپاره کار وکړي.
دځوانانو لومړنۍ هغه وړه ټولۍ چې دپيغمبر ﷺ تر تربیت لاندې په دار ارقم کې وروزله شوه، په برکت سره يې دجهاد او دعوت دتأسیس خښته کيښودله شوه اوپه ټوله نړۍ اسلام وځليدل، دا وه د سالمې روزنې نتيجه!

نور بیا ان شاء الله………

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx