نظــر

تېر شل کلن جهاد او د ولسي ملاتړ بېلګې

ابوالياس جهادوال

افغانستان دا ځل بيا په خپله غېږ کې يوه بله امپراطورۍ خښه کړه؛ داسې مغروره امپراطورۍ چې په ټوله نړۍ يې د واکمنۍ ادعا لرله. په دغه يرغل کې امريکا کابو ټوله نړۍ د ځان ملګرې کړه چې ۴۸ هېوادونه په مستقيم ډول ورسره همکار وو او تر پنځسو زياتو هېوادونو په استخباراتي برخه کې ورسره ملتيا کوله. افغانان په دغه جګړه کې داسې مهال ښکيل شول چې مقابل لوری يې د ۲۱ پيړۍ په تر ټولو مجهزو او عصري وسائلو سمبال وو چې د دوی تجهيزات او تسليحات ورسره د محاسبې وړ نه‌وو. هغه مهال ډېری خلکو د مجاهدينو دغه جګړه سرتمبه‌ګي او جنون باله.

امريکا او ملګري يې په لومړيو کې په دې وتوانيدل چې د اسلامي امارت واکمنۍ ړنګه او خپل لاسپوڅي پر افغانستان مسلط کړي. هغه مهال د متحده ايالتونو د وخت ولسمشر ( جورج ډبليو بوش) دغه جګړه ګټلې اعلان کړه او طالبان يې د تاريخ برخه وبلل، خو د اسلامي امارت په قيادت افغان مجاهدين نه يوازې دا چې له دغه وضعيت څخه ناهيلي نه‌شول بلکې په « وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ کانَ زَهُوقاً » باندې په پوره باور سره يې د هېواد ګوټ ـ ګوټ کې د ښکيلاک ګرو پر وړاندې خپل چريکي بريدونه پيل کړل چې د بې شمېره قربانيو په ترڅ کې يې په تدريجي ډول لومړی له کليو بانډو او بالاخره د تېر کال د زمري په ۲۴ مه يې له ټول هېواد څخه د اشغال ټغر راټول کړ.

د دغې نابرابرې او نامتوازنې جګړه په بريا کې د ولس ملاتړ هم رغانده رول درلود، سره له دې چې د وخت واکمنانو له مجاهدينو سره پر مرستو بنديز لګولي وو او له هغوی سره هر ډول ملاتړ د سر په بيه تماميده خو مجاهد ولس هيڅکله هم د دغو بنديزونو پروا ونه‌ساتله او تر پايه د خپلو مجاهدينو تر څنګ ودريد چې دلته يې د ملاتړ او همکارۍ له څو بېلګو څخه يادونه کوو:
د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د يوې کونډې ميرمن کيسه ده چې تل به يې له مجاهدينو ګيله کوله چې ولې يې ميلمانه کېږي نه، خو مجاهدينو به انکار ځکه کاوو چې نارينه سرپرست نه‌لري. بالاخره دغه ټينګار لامل شو چې يوه شپه مجاهدين ورسره ميلماني شي.

کونډې ميرمن له مجاهدينو وغوښتل چې آرام وکړي او پر ځای به يې ده پيره کوي. کله چې دغه مبارزه کونډه ګوري سيمې ته بهرني يرغلګر راځي نو د دې له‌پاره چې مجاهدين وارخطاء نه‌شي، مشر مجاهد له خوبه راپاڅوي او په آرامه لهجه ورته وايي «
مه وارخطا کېږئ بچيه، امريکايان راغلي ورشئ په دې سر سر يې وولئ»

د ننګرهار ولايت پچيرآګام ولسوالۍ يو مجاهد کيسه کوي چې له څو ورځو محاصرې او ستړياوو وروسته مو وغوښتل يو کور ته لاړ شو چې ارام وکړو او که کومه ګوله ډوډۍ وخورو. کله مو چې د کور دروازه وټکوله او ځانونه مو مجاهدين ورته معرفي کړل، له مقابل لوري د ښځې غږ راغی او راته ويې ويل «که خاوند مې نشته، زه يم» حجرې ته يې بوتلو، په نیمه شپه کې يې ډوډۍ راتيار کړه او رانه ويې غوښتل چې ارام وکړو او ده به پيره راباندې وکړي.

د بغلان ولايت د پلخمري ولسوالۍ په ډنډغوري او ډنډ شهاب‌الدين سيموکې به چې کله بهرنيو ځواکونو او د هغوی داخلي ملاتړو عمليات کول، نو ډېری ملکي خلکو به د جګړو له ويرې خپل کورونو پرېښودل نو دغسې وضعيت کې به مجاهدين د خوړو او تجهيزاتو له سخت کمښت سره مخ وو. د سيمې يو تن اوسيدونکی ويل چې موږ ټول پلخمري ښار ته راغلو خو مور او پلار مې ځکه هلته پاتې شول چې مور مې طالبانو ته ډوډۍ پخوي.

د هغه په وينا مور يې د طالبانو ادې په نوم مشهوره ده او د کور پرېښودو په اړه يې چې څومره ټينګار ورباندې وکړ، ورته ويې ويل چې خپل بچيان ( مجاهدين) يوازې نه‌شي.پرېښودی.

وايي د طالبانو ادې به که څه هم د ډېر عمر وه، د ورځې دوه ـ درې منه وړه لمدول او د مجاهدينو له‌پاره به يې ډوډۍ پخوله.
د بغلان ولايت يو بل مجاهد وايي، څو ورځې پرله پسې د زاړه بغلان په ځنګله سيمه کې مجاصره وو، په لومړيو ورځو کې به د سيمې ښځينه‌وو ډوډۍ رارسوله خو حکومتي ځواکونو ورباندې بنديز ولګاوو. نو له هغه وروسته به خلکو ډوډۍ او نور د اړتيا وړ توکي په خپلو څاروي باندې تړل او ځنګله لور ته به يې راشړل څو په دې ډول دغه توکي موږ ته راورسېږي. د مجاهد په وينا په دغه څو ورځنۍ محاصره کې د کباب او سرو کړيو غوښو په شمول به داسې ډوډې ورته رسيده چې هيڅ باور يې نه‌شوای کولای.

د تخار ولايت د شکمش ولسوالۍ يو مجاهد کيسه کوي « موږ د واده په مراسمې کې وو، چې امريکايانو چاپه راباندې ووهله، د کور خاوند د ناوې کوټې بوتلو او تر پالند لاندې پټ کړو او وروسته يې ښځې بېرته کوټې ته را دننه کړي، چې ښايي يرغلګر په داسې وضعيت کې کوټه تالاشي نه‌کړي او په دې توګه چاپې وژغورول شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حافظ ڪامیاب

ستاسو ټیلیګرام چینل ولي کار نه ڪوي

غ. حضرت

د عام وولس غوږونه نور لدې ډول غولوونکو او انګریز مآبانه څرګندوونو څخه ستړی سوی او په خارِش راغلی دی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx