نظــر

د ښارونو په شنو ساحو کې بايد کوم نباتات وکرل شي؟

محمد نعيم پوپل

شنه ساحه او توليدي ساحه فرق سره لري!
دا چې نن سبا ښارونه د انساني ټولنې تر ټولو لوې او پراخې ټولګې جوړوي او د علم , سياسي, ټکنالوژي, اقتصادي, او نورو ټولنيزو امرو له اړخه مهم او کليدي ځايونه ګڼل کيڔي.

دا چې په ښارونو کې انسانان ډير ژوند کوي نو د ليو او بانډو په نسبت يې مزاهمت او ستونزې هم ډيري دي!
لوړ ساختمانونه, ترافيکې ازدهام د هوا ککړتيا, غڔيزه يا صوتي ککړتيا او نور د انسانانو د مختلفو ناروغيو او روانې ستونزو سبب کيڔي.
نو په همدي دليل نن سبا په مډرنو او پرمختللو ښارونو کې شنه فضا يو ځانګړي او مهمه ونډه لري , کوم ښارونه چې مناسبه شنه فضا و نلري د هغه ښار انسانان د هغو ښارونو په نسبت چې مناسبه شنه فضا لري له ډيرو رواني ستونزو سره مخ دي.
شنه فضا د يوه ښار ښايست او ښکلا ده چې انسانان يې په ليدلو خوشحاليڔي او د ارام ساه اخلي.
ښارونو په شنه ساحه کې نه شو کولاى چې غنم, جوار, پټاټې, پياز, لوبيا , انګور او …… وکرو ځکه چې له يوه پلوه د دغو نباتاتو د کرلو څخه هدف توليد دي چې توليد يو لړ کرنيزو او فزيکي عملياتو ته اړتيا لري او له بلې خوا توليد سمبالول او ترتيبول د ښار د بي نظمي او چټلي سبب کيڔي.

نو د ښارونو په شنو ساحو کې بايد داسي نباتات وکرل شي چې عمر يې اوڔد, غير مزاهم , جذاب, خوشحالونکي او پاک وي!
د ښارونو په شنو ساحو کې د کرونکو نباتاتو انتخاب په لاندي دلايلو پوري اړه لري!
1- اقليمي شرايطو د کنترول په موخه:
الف: چې د باران د اوبو د کنترول لپاره چې د باران وريدلو په وخت کې د باران څاڅکې جذبوي او وروسته يې په اهسته ډول ځمکې ته را ايله کوي چې د سيلابونو او د اوبو د تيز جريان مخه نيسي چې دا خاصيت ستن پاڼې ځنګلي ونې 40% او پلن پاڼې ځنګلي ونې 20% لري.

ب: د لمر د وړانګو د جذب لپاره چې په ګرمو سيمو کې ستن پاڼې تل شنې ځنګلي ونې او په يخو سيمو کې پلن پاڼې پاڼريژي ځنګلې ونې کرل کيڔي.

2- د ښاري معماري په موخه:
الف: د ځمکې او خاوري د تخريب د کنترول لپاره لکه چمن چې له يوې خوا د باران په وخت کې د خاوري د تخريب مخه نيسې او له بلې خوا د باران د اوبه اسانه په ځمکه او خاوره کې جذبيڔي تر څو د ځمکې لاندي اوبه تفويه شي.
ب: د ساحې تقسيم بندي چې که وغواړو ساحه په څو برخو وويشو د شين نباتي ديوال په واسطه يې په ښه ډول ويشلاى شو, همدارنګه باد ماتوونکې چې د هرې سيمي لپاره ځانګړي نباتات وجود لري.

3- د روحې او روانې خوښيو په موخه:
دا چې په ښارونو کې صوتي ککړتيا ډيره ده نو په شنه فضا کې د صوت د کنترول هم په نظر کې نيول کيڔي چې هغه نباتات چې ګڼ وي پلنې پاڼې ولري تر ډيره د لوړو اوازونو د جذب توان لري, همدارنګه ښايسته بوټې , ګلان او ونې د انسانانو روح او روان ورسره خوشحاليڔي په ښارونو کې په پارکونو, عمومي جادو او نورو اصلي او فرعي کوڅو کې کرل کيڔي!

په درنښت

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx