ادبي لیکني

زوی ته انتظار «لنډه کيسه»

ژباړه: خوشال درانی

د روغتون ډاکټر یو پوځي لاس نیولی هغه کس ته وروست، چې مرگي حال پروت و. ناروغ ته یې وویل: ښاغلیه! ستا زوی دلته دی.
ډاکټر دغه توري څو ځلې تکرار کړل. زاړه سړي په ډېر تکلیف سترگې پرانیستې او د ځوان لاس یې په ډېره مینه ونیو. په زاړه سړي د زړه حمله راغلې وه او اکسیجن هم ورته چالان و.

ځوان سرتېری د زاړه سړي کټ ته کېناست او ټوله شپه یې په ويښه تېره کړه. زاړه سړي د ځوان لاس ټینگ نیولی و او دی هم ورته قرار ناست و. نرس سرتېري ته وویل: راځه یو شېبه ارام وکړه، خو هغه ونه منله.

ځوان سرتېري د روغتون بېروبار، د ناروغانو چیغو، د اکسیجن د ډبو کشولو او نورو برخو ته هېڅ پام نه کاوه او یوازې یې د زاړه سړي لاس ټینگ نیولی و. اخیر زاړه سړي د ځوان لاس خوشې کړ او مړ شو. سرتېری نرس پسې ولاړ. کله چې نرس راغی او د زاړه سړي مړ جسد یې ولید، نو ځوان سرتېري ته په تسلي ورکولو پیل وکړ. سرتېري د نرس خبرې پرې کړې او ورته یې وویل: دغه سړی څوک و؟

نرس په حیرانتیا وویل: ستا پلار!
سرتېري وویل: دغه مې نه پلار دی او نه مې تر اوسه لیدلی و.
نرس وویل: کله یې چې ته راوستې، ولې دې هغه وخت څه ونه ویل؟
سرتېري وویل: پوهېږم تېروتنه شوې، خو هغه وخت دې زاړه سړي زوی ته اړتیا لرله، خو د هغه زوی دلته نه و. دی دومره ناروغ و چې زما او د خپل زوی پېژندنه یې هم ونه شوه کړی. په همدې خاطر مې ټوله شپه ورته تېره کړه، خو زه دې روغتون ته په دې خاطر راغلی وم، چې ویلیام گېري پیداکړم. د هغه زوی نن په جگړه کې ووژل شو او ماته امر شوی و چې د هغه د وژل کېدو خبر یې پلار ته ورکړم. رښتیا د دې زاړه سړي نوم څه و؟
د نرس له سترگو اوښکې روانې وې او ویې وویل: ښاغلی ویلیام گېرې…
پایله: کله که چا درته اړتیا لرله، نو یوازې یې مه پرېږدئ. تر هغه وخته ورسره پاتې شئ چې اړتیا یې درته لرله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx