نظــر

د ملت بقا او پرمختګ په څه کې دی؛ ولسي ملاتړ، اقتصاد او که رسميت پېژندنه؟

ډاکټر امين الحق

جلال اباد

حکومتونه اکثر په دنيايي لحاظ په دوه شيانو دوام پيدا کوي او چليږي، يو قومي او ولسي خواخوږي او ملاتړي، بل مضبوط خودکفاء اقتصاد. کله چې دا دواړه موجود وي د اقتدار د خاوندانو لپاره د خوشحالۍ خبره ده، که فرضاً يو وي بياهم د حکومت د زر غورځېدلو خطر کم وي.

ډاکټر امين الحق

رسميت پيژندل يا نه پيژندل بيا نه زياته ګټه ورکولی شي او نه زر تاوان، ځکه د ملکونو ګټې ټولې د يو بل ترمنځ مشترکه مجبوري وي، داخلي مشکلات راکمول د حکومت عمر زياتوي او په مقابل کې داخلي نارضايتي د حکومت مشکلات زياتوي چې په نتيجه کې د خارجي مداخلو او مداخله ګرو د مداخلې کار اسانوي.

د مثال په ډول د ليبيا حکومت ټولې دنيا په رسميت پيژندلو مګر داخلي مخالفتونو زر راوپرځولو، رسميت پيژندلو بچ نشو کړای، افغانستان کې د داود خان حکومت رسميت پيژندنه لرله معمولي داخلي مخالفت ته ټينګ نشو، کمونستان هم نيمې دنيا د ګاونډيانو په شمول پيژندل، مګر مخالفت راوپرځول، د ال سعود کورنۍ بيا داخلي زيات مخالفين لري مګر مظبوط اقتصاد راټينګ کړی دی.

پاکستان طاقتور خارجي مخالفت لري مګر پاکستاني زيات محب الوطني د راپرځېدلو څخه ساتلي دي، حتی که د پاکستان او اسلام د بقا مسئله د سوال لاندې راشي ټول پاکستانيان د پاکستان بقا ته ترجيح ورکوي، په دې کې د ميا او ملا خبره هم د يو عام پاکستاني له خبرې سره فرق نه کوي، ځکه دوی پوهيږي که پاکستان وي اسلام شته او که پاکستان مو له لاسه ووت بيا نه اسلام شته نه پاکستان.

زما په نظر که غواړو چې يو دوامداره حکومت دې وکړای شو او په مقابل کې مو خطرات کم وي او يا خطرات کم  شي نو څو کارونه ضروري دي:

لومړی بايد يو څه له موجوده دايرې څخه بهر راووځو، هر کار ته د حکومتدارۍ په سترګه وګورو نه د انډيوالۍ او ملګرتيا.
مثلاً همدغه د بهر ميشتو افغانانو او يا سياسيونو د دعوت د کميسون اعضا او غړي که مونږ داسې خلک وټاکو چې مخالفين يې لږ تر لږه د بحث او مکالمې سره حساسيت ونه لري او مونږ ته هم د اعتماد وړ وي څه غلطي به مو کړي وي؟

بل له خارجيانو سره د بحث او استدال لپاره د داسې خلکو په ټاکلو کې څه مشکل دی، کوم چې زمونږ خواخوږي او خارجيانو ته د قناعت ورکولو استعداد ولري؟
زه د خارجيانو په مقابل کې يو د خورا سخت دريځو څخه يم، مګر نن د موجوده نظام د بچ کېدلو په معامله کې خورا حريص يم، بلکه په دې نظر يم چې د نه نظام نه نيم نظام ته هم ترجيح ورکوم، اګر که دا خبرې جذباتي او حساس ملګري خورا په غوسه کوي مګر زه پوهيږم الله مه کړه بيا بل راتلونکی مشکل جذباتيان دومره نه متضرر کوي لکه څومره چې نن د محتاط اوسېدلو خبرې ويونکي ورنه ضرر ګوري.

زمونږ په منځ کې بدقسمتي دا ده چې هيڅوک د زړه خبره او مشوره، مشوره اخيستونکو ته نشي ورکولی ځکه په هماغه ځای کې د خبرې او مشورې درد لپاره تملق کوونکي داسې دلايل ووايي چې مشوره ورکونکی بياکله هم د مشورې ورکولو جرئت نشي کولی او د نورو ملګرو لپاره درس او عبرت شي، زه په کامل اطمنان او دلايلو سره ثابتولی شم مونږ ورځ تر بلې د ملت حمايت له لاسه ورکوو، خواخوږي مو کميږي، د ولسي حمايت لپاره کار کول د نشت برابر دی، بايد جدي پاملرنه ورته وشي.

د چين او روس به شمول ټول خارجيان په دې متفق دي چې د دنيا په يو کونج کې به هم اسلامي نظام نه پريږدو، دا يو تريخ حقيقت دی، زموږ د بعضې جذباتي خبرو د کولو له وجې زمونږ د دنيا خارجي او داخلي مخالفين عوامي حمايت ترلاسه کوي، بل دا چې هر هغه خبره چې مونږ يې نشو عملي کولی په کولو يې زمونږ وقار او رعب ختموي مثلاً دا خبره «دنيا دې زموږ حوصلې نه ازمايي» بيا چې کابل يا بل ځاې کې ډرون وشي زموږ څه په وس پوره دي چې د مطبوعاتي بيان نه علاوه يې وکړاي شو؟

دفاع وزير اخري مرجع ده چې بايد د اخري تصميم فيصله وکړي، په وړو مسايلو کې د دفاع وزارت وياند کافي دی، مالي حالت په عام ولس کې خواشينوونکی دی، بايد له دنيا څخه د پيسو د را انتقالولو لپاره او مالي پابنديانو لپاره د بعضې داسې لارو چارو څخه کار واخيستل شي چې هم ګل به دست ايد وهم دل يار نه رنجد۔

بهترينه لاره يې د يوې بې طرفه مګر د نظام د خواخوږۍ مالي شورا جوړېدل دي کوم چې دنياوال هم ورباندې اعتماد کولای شي، زه پوهيږم د حکومت زمامداران اکثر اوږده تقريرونه نه لولي او نه مشورو ته اهميت ورکوي، مګر تاسې محترم راته حوصله مند او دور انديش ښکارئ، ځکه مې درته خپل د زړه درد عرض کړو۔ که کومه خبره ستاسې په مزاج  سمه نه وي او يا املايي غلطي وي معافي غواړم، خو په اخر کې بيا وايم که طريقه برابره نه کړو او يو څه تدبيرونه په کار وانه چول شي زه ګورم، اورم او وينم په ډېر لنډ وخت کې به الله تعالي مه کړه د سختو مشکلاتو سره مخ شو چې بيا به موقع ضايع شوي وي.

والسلام عليکم ورحمةالله وبرکاته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

د ملت بقا او پرمختګ په يوالى، د حکومت سره د ولس ملاتړ، قوى اقتصاد او اقتصادي پرمختګ او پوره استقلالیت کې دئ. دا شيان په خپله د حکومت د رسمیت پیژندنى جوګه ده. مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx