نظــر

چا وګټله، چا وخوړله!

لیکوال: خ. ج.

زه ډېر داسې کسان وینم چې تازه د ریاست ، آمریت او یا هم د مدیریت پر چوکۍ ناست دي نو د ټوپک سره د لېونۍ مینې له امله یې خپلو ساتونکو ته غبرګ ټوپکونه غاړې ته ور اچولي وي او که عادي کس خو موټر لږ ورنږدې کړ سترګې دومره ور خړې کړي چې فکر به وکړې چې دا خو انسان نه د روح اخیستلو ملائکه ده!

که یو نیم مجلس کې ترې د سابقې پوښتنه وکړې نو به په یو کلنه زیږه ږیره لاس درته راتېر کړي او تازه له کوم بل چا اوریدلي او ده په یاد کړي د امریکایي اشغال د چاپو کیسې به درته شروع کړي ، چې شپه مې داسې سخته وه او په کور کې د اوسیدو حق راڅخه اخیستل شوی و همداشان د کلي هغه شهید خپلوان به درته د کورنۍ غړي معرفي کړي کومو ته یې چې له ډاره چای او ډوډۍ نشوه ورکولی.

د ولس سره په چلند کې به دومره سخت وي چې ته به وایي دا ولس نه دی دا مطلق کافر او یا هم د امریکا تالي څټي مزدوران دي ، پر چېک پوائنټ ښکنځل، رېنجر باندې نخرې کول، شل ساتونکي، ډوډۍ او یا واده ته بیول، څڼې ورځ کې دېرش وارې غوړول یې انتخابي( د پېژندنې) نښان دی .

برعکس د سنګر سپیڅلي د اور او مرمیو سره بلد ځوانان وینمه چې د ولس په اه غوټ پر ملا ماتیږي ، هغه وېره لري چې د ولس ازار به مو بیا سختیو ته مجبوره کړي او د ولس له خدمتونو باخبره دي چې په سخته ورځ او شپه کې به د همدې ولس له کوره پخه ورتله، خیرنې جامې به د همدې ملت میندو، خویندو ورته مینځلې او د سینې چنټې به وروڼو او خویندو په ګډه سره په پټیو کې ورته خښول (پټول) ، نو ځکه یې پر ولس د تراحم څادر راغوړولی او سینې ته یې نیږدې کړی.

نمایش کوونکو ته وایم چې د خدای لپاره د رېنجرو پر کاروانونو او د څڼو، ږیرو پر پرېښودلو والله که څوک توریالی شي ، د تورزنۍ وختونه تېر دي هغه وخت و چې شاه زلمو د جګړې په ګرمو سنګرونو کې د دښمن د عسکرو د وسلو ګرمو شپلیو ته لاسونه اچول او هېچا د هغې صحنې تصور له وېرې نشو کولای .

ما داسې ډلګۍ مشران لیدلي چې د سنګر په وختونو کې به یې ۱ ملګری لرلو خو نن پوره ۳۰۰ مسلح کسان لري!!
کله خو مې زړه تنګ شي او له خولې مې دا ووځي چې خدایه بیا درنه د ازمايښت میدان غواړم چې د دوکاندار، ټيکه دار او رښتیني لاروي معلومات وشي بیا استغفار ووایم چې ملت مې سخت ځوریدلی او کړیدلی دی نور د جګړو د زغملو تاب او توان نلري خدای تعالی به دا ناخوالې ورکې او ناپوهانو ته به د نېکۍ هدایت وکړي.

ما داسې سلګونه کسان پخپلو سترګو ولیدل چې د سنګر په غیږ کې شپې تېرول څه چې د سنګر ګرد وهلي مجاهد ته یې له وېرې لاس هم نشو ورکولی ویل به یې چې هر څه امریکایان له سپوږمکیو څاري ، خو نن هماغه کسان په چوکیو پسې لالهاند او سرګردانه دي.

چې درسره کېني د نورو کسانو د خیانتونو په بیانولو شروع وکړي چې انډېوالیزم اوج ته رسیدلی او د ۲۰۲۱ واله تر نورو مخکې روان دي حال دا چې خپله به د ۲۰۲۱ په ټغر ناست او نه به پوهیږې چې د ۲۰۲۱ څخه یې مطلب څه شی او څوک دي؟

برعکس داسې زرګونه ځوانان پیژنم چې د شل کلن اشغال په خلاف یې د مبارزې له امله درسونه پاتې ، او پخپله یې شل کاله د اور او وینو پړاوونه طی کړیدي لدې امله له اداري چارو سره نابلد دي حتی د پولیسو او ملي اردو په لیکو کې هم ځای ندی  ورکړل شوی او د مایوسۍ په سمندر کې ډوب شپې او ورځې تېروي.

فطرت یې دا اجازه نه ورکوي چې په خوله وظیفه وغواړي ځکه شلوکلونو کې همدا ور زده شوي چې په خپله خوله وظیفه غوښتل د مسلمان سره نه ښایي او نه مشرانو بیرته پرې د احوال پوښتنه کړي چې یار چرته/کوم ځای او په څه کار مصروف دی؟

کورونو کې له پېغوره ډک ژوند یې ژوند ور تریخ کړی او په لټه کې دي چې چېرته بل ځای د سر پناه ځای پیدا او د خلکو له پیغورونو پناه نوی ژوند پیل کړي.

ډاریږم چې د دوی ازار او اه به موږ ټول د اور په څېر وسوځوي…!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx