نړۍ

اردوګان د قذافي څخه غوښتنه وکړه، چي ولس مشري پریږدي

rajab_tayab_urdoganنن ټکی آسیا: د ترکیې وزیر اعظم رجب طیب اردوګان د لیبيا اولس مشر معمر القذافي څخه غوښتنه وکړه چي خپل په هیواد کي د سولي او ارامی لپاره د ولسمشرۍ څخه لاس په سر شي.

اردوګان وویل په یوه خبري غونډه کي وویل چي تاوتریخوالۍ ورځ په ورځ نور هم پسي زیاتیږي،

خو دده حکومت د قذافي سره د منځګړیتوب او د ویني تویوني د مخنیوي لپاره ډیري اړیکي ټینګي کړي مګر زمونږ ټولو اړیکو نتیجه ورنکړه، او پر ځای ددې چي قذافي زمونږ خبري واوري، په ډیر تاسف سره يې د وینو او اوښکو لاره غوره کړه.

اردګان وویل چي قذافي به حتما ولسمشري پريږدي، او هیواد به ولس ته سپاري، نوموړي وویل چي دده د هیواد هدف په لیبیا کي دادی چي د ویني تویول ودریږي، که هغه د یوه کس ویني تویول هم وي.

اردوګان وویل چي لیبیا د یوه کس یا یوې قبیلې ملکیت نه دی، ټوله لیبیایان باید د ستونزه حل وګوري، او باید ملګري ملتونه او ناټو په دغه جګړه کي ځان د یو اړخ په توګه نه واي معرفي کړی.

نومړي په ډیر تاکید سره وویل چي د لیبیا ستونزه په جګړې نه شي حل کیدای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x