
کابل ته زما د سفر په اړه….! پيرزاده
حفيظ الدين پيرزاده
دوستانو، السلام علیکم!
غواړم کابل ته سفر ( زما د سترگو لیدلی حال ) د یوې سفرنامې ته ورته راپورتاژ په توگه ولیکم.
موږ، په اروپا کې د سولې او انسجام د مشورتي بورډ په استازیتوب چې مشري یي د افغانستان ستر علمي کادر، حقوق پوہ استاد روستار ترہ کی کوي، غواړو افغان دولت ته د ځینو ور پیښو ننگونو او چلنجونو د حل په لار کې لازمې مشورې ورکړو، د افکارو تبادله ورسرہ وکړو. له ھغوی یې واورو، خپلې پرې واورو.
خو تر ټولو حقوقي، سیاسي او نورو مشورو ور اخوا، زہ به د یوہ عام ولسي وگړي په توگه د ھمدې سفر چې د تیرې سې شنبې یانې د اگست پر ۲۳/ ۲۰۲۲ م پیل شوی، خپل شخصي برداشت او د سترگو لیدلی حال له ملگرو سرہ شریکوم.
ھڅه به کوم د خپلو لیدنو، کتنو، مشاھدو او ادراک بنسټ د ریالیستیکي ژورنالیزم اصول وگرځوم، نه خپل فکري تړاو!!
کوښښ به کوم ټول ھغه څه ھماغسې ولیکم څرنگ یې چې زہ حس کوم. د ولس غږ به د مشرانو غوږونو ته ھماغسې رسوم څرنگ چې ما اوریدلی. ( و ما توفیقي الا بالله العظیم )
دوستانو!
اوس نو راځئ په دې بھانه درسرہ خپل تازہ شعر چې وطن ته لیکل شوی، شریک کړم!
تاسې شعر گورئ او زہ به د خپل یادښت له کتابچې دوړې وڅنډم او د سفرنامې د لیکلو تابیا به ونیسم!
بریمن اوسئ!
افغانستان ښکلی دی
یو ویل بامیان ښکلی دی
بل چخچران ښکلی دی
څوک د کندھار صفت کړي
چا ویل جوزجان ښکلی دی
څوک ننگرھار یادوي
چاته بغلان ښکلی دی
لویه پکتیا ښکلې دہ
خوست په بل شان ښکلی دی
زما اتل ھلمندہ!
ستا زوړ او ځوان ښکلی دی
پامیر مو بام د نړۍ
ټول بدخشان ښکلی دی
کنړ د ښکلیو وطن
سید افغان ښکلی دی*
چې پرې نورونه اوري
گران نورستان ښکلی دی
کابل د ښکلو ښکلی
قرغه، پغمان ښکلی دی
ھرات مرکز د علم
پنجشیر، پروان ښکلی دی
غزني مو أُم البلاد
ھم سمنگان ښکلی دی
که حقیقت ووایو
شینکی لغمان ښکلی دی
د دې ھیواد دا ځمکه
پورته آسمان ښکلی دی
دا په قسم وایمه
خدای په قرآن ښکلی دی
افغانستان ښکلی دی
افغانستان ښکلی دی
_________________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د جولای ۲۲/ ۲۰۲۲ م
لندن
* سید جمال الدین افغان رحمه الله
تاسو او ستاسو هيئت ته بې خطره ، صحتمند، خوشحاله او کامیابه سفر غواړم . ډېر ښه کار دي چې د افغانستان بهر علمي ،ادبي ، هنري ، تخنيکي او تکنالوژيکي کدرونه د خپل ديني -مسوليت ادا کولو ته لېواله او وطن په دې سختو عبوري شرايطو کې د خپلواک افغانستان او مستقل ديني-ملي زعامت سره مخامخ تماس نيسي او د خپلې قېمتي تجربو او تخصص په اساس د وطن د خدمت او ابادۍ پهجهادمې برخه اخلي . افغانستان او واکمني يې په دې وخت کې تر هر څه زيات وطن -دين او اولس ته ستاسو په شان مخلصو او… نور لوستل »
هیښ ویښه ډیر دقدر وړیې ژوندی اوسې ! دزړه له درده درته لیکم ! دغه مذهبي # د هیچا خبرې نه مني او په یوه خبره ولاړ هم ندي ! مونږ خو عقیده درلوده چې دوی پښتانه به په يوه خبره ولاړوي خو منافقت یې دنجونو د ښوونځویو په خلا صولو کې مالوم شه ! دغه مذهبي# د ښځو په برخه کې يوه ډېره وروسته پاتې بې علمه # نظریه لري چې د اسلام د اصولو سره هیڅ برابري نکوي ! د پيرزاده تګ د ترکي روستار تر نامه لاندې چې د لیبرالې نظر یې خاون دی بیله خواشینۍ به… نور لوستل »
که د شیدو لښتی پرې سپور کړې xxx خزان وهلی باغ به نه راوي ګلونه !