افغانستانورزش

سبا د اسیا جام د افغانستان او سریلانکا په سیالۍ پېلیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۴، ۱۴۰۱ل): ټاکل شوې ده د اګست په ۲۷مه نېټه د شنبې په ورځ د شپږو لوبډلو ترمنځ د اسیا جام سیالۍ په عربي اماراتو کې پېل شي.

د اسیا جام د مهالویش سره سم به افغان لوبډله په لومړۍ لوبه کې د سریلانکا پر وړاندې میدان ته ښکته شي.

د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي وایي چې افغان لوبډلې د راتلونکي اسیا جام لپاره بشپړ چمتو والی نېولی او غوره کارکردګي به ترسره کړي.

که څه هم له عربي اماراتو څخه د ملي لوبډلې تمرینات او نورې هلې ځلې نه دي رسنیزې شوي، خو د یاد بورډ سرچینو تایید کړې چې لوبډله بشپړ چمتو والی لري.

نن ټکی اسیا ته د کرکټ بورډ ځینو سرچینو تایید کړې چې د ویزې ستونزې له کبله د افغان لوبډلې لپاره رسنیز ټيم نه دی توانېدلی په وخت عربي اماراتو ته ورسیږي.

ددوی په وینا چې د کرکټ نړیواله شورا په دې برخه کې افغان کرکټ بورډ سره همکاري ځنډولې ده.

بل لوري ته د پاکستان، هندوستان، سریلانکا او بنګلدیش لوبډلې هم عربي اماراتو ته رسېدلي او راتلونکي جام ته په تمریناتو بوختې دي.

د یادونې ده چې هانګ کانګ یوازینۍ لوبډله ده یاد جام ته یې د غوراوي سیالیو له لارې لار وموندله او د پاکستان او هندوستان سره په ګروپ کې ځای لري.

د افغانستان لوبډله به سبا شنبه د ماښام 6:30 دقیقې د عربي اماراتو په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې د سریلانکا پر وړاندې لوبه وکړي، چې وروسته به د بنګلدیش سره مخامخ شي.

په یاد جام کې افغان لوبډله کولی شي په یوې بریا سره هم دوهم پړاو ته لار ومومي، خو دوه ماتې به یې مخکې تر مخکې له ټورنمنټ بهر کړي.

یاده لوبډله به د خپل نوي روزونکي جوناتن ټراټ د تجربو سره میدان ته ښکته شي، چې د غوره سوکه توپ اچونکو د ملاتړ لپاره د توپ وهنې پر مهارتونو تمرکز شوی دی.

باید وویل شي چې افغان لوبډلې دوه اونۍ وړاندې د ایرلینډ پر وړاندې د پنځو لوبو لړۍ ترسره کړه چې په لومړي ځل یې په لړۍ کې په 3-2 ماتې ومنله.

دا د افغان لوبډلې سره د جوناتن ټراټ لومړی سفر و چې د توپ وهنې برخه د تېر په پرتله ناکامه ثابت شوه، خو نوموړي ډاډ ښودلی چې د عربي اماراتو په لوبغالو افغان لوبډله ښه کارکردګي ښودلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx