نظــر

په اوسني وخت کې د افغانستان حکومت او ولس مسووليت!

عبيدالله دقيق – کابل

په افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ يو کال تېر شو او نوی سرپرست حکومت له خپلو شته امکاناتو نه په استفاده د حکومت د پايې چلولو په هڅه کې دی.

دا يو حقيقت دی چې تېر شل کاله افغانستان ته پيسې، امکانات او هرڅه پرېمانه راغلل خو څومره چې تمه کېدله او يا بايد شوي وای، هغومره د افغانستان د خلکو په ژوند کې تغير رانغی.

همداسې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته هم د افغانانو په ژوند کې د پام وړ ښه والی رانغی خو يو تر ټولو مهم څه چې امنيت دی الحمدلله اوس په ټول افغانستان کې تامين دی او بل هغه څه چې د موجوده نظام په واک دی، له خپلو خلکو نه سپموي چې دا لويه خبره ده او دا راتلونکې لپاره هيله مندي پيدا کوي.

رسميت پېژندل او دنيا سره نه اړيکې هم يوه لويه ستونزه ده، چې افغانان له مشکل سره مخ کړي دي او په اقتصادي، بشري، روغتيايي او اجتماعي لحاظ له بېلابېلو ننګونو سره مخ دي.

حکومت بايد څه وکړئ؟
که  څوک د چا د ښو او بدو يو اړخ بيانوي دا بې انصافي ده او بې ځايه انتقاد دی، سمه پرېکړه هغه وخت کېدلی شي چې د يو چا ښه هم بيان کړې او بد هم، ښه يې وستايي چې تشويق شي او په بد يې انتقاد وکړې چې اصلاح شي.

په هر حال اسلامي امارت په وطن کې د ارامۍ، امن او ټيکاو لپاره کار کړی دی او په دې برخه کې لاهم خپلې هڅې جاري ساتي، خو لکه څنګه چې نړۍ هم د يو کلي حيثيت لري؛ ضروري ده چې ددي کلي ټول اوسېدونکي له يو بل سره ښې اړيکې او تعامل ولري چې په اوس وخت کې افغانستان په دې برخه کې له ستونزو سره مخ ده، مګر که چېرته موجوده حاکمان هڅه وکړي، له دې ستونزو څخه په ښه توګه وتلی شي.

همدا راز په کور دننه دې د خلکو رضايت ترلاسه کړي، مشران دې خپلو کشرانو طالبانو او مسؤلينو ته خلکو سره د ښه سلوک او نرم چلند لارښوونه  او تاکيد وکړي، تر څو د ولس رضايت ترلاسه کړي، زموږ ولس ډېر ځورېدلی او کړېدلی دی، له حاکمانو واخله د ولس د هر خاص او عام وګړي پورې هر يو يې د انقلاب د درد او غم څپېړه په يو نه يو ډول په مخ خوړلې ده او اکثريت يې په ذهني توګه په نارمل حالت کې نه دي، نو هغه ملکي او نظامي مسوولين چې له ولس سره مخ کيږي بايد چې ډېره حوصله، نرمه رويه، ښه اخلاق او ښه وضعيت ولري.

همدا راز د ولس اکثريت د نجونو ښوونځيو په بندولو پرېشان دی او په دې توګه نړۍ هم که د خپلې ماتې او پرهر غچ اخلي، هغوی هم د فشار راوړلو په توګه خپلې عقدې نه رابرسېره کوي، مګر د افغان ولس د غږ او غوښتنې ملاتړ کوي، مګر اسلامي امارت له شک پرته چې ددې موضوع په حل کې پاتې راغلی دی او همدا يوه موضوع ده چې د اسلامي امارت ټولې لاسته راوړنې، برياليتوبونه او ښه والی يې د خلکو له ذهن نه وېستلی دی.

همدا راز دې د بيرغ په اړه خپلو کشرانو امنيتي کسانو ته سپارښتنه وشي چې د درې رنګه بيرغ په اړه دې چاسره اختلاف او جنجال نه کوي او په حکمت او ښه توګه دې په دې موضوع کې پرمختګ او يوه مناسب پرېکړه وشي.

ولس بايد څه وکړئ؟
دا چې افغانستان له څلوېښت کلن جنګي ناورين نه تازه راوتلی خو لاهم ترې د جنګ د اور تپونه خيژي، لاهم حساس وخت دی او اوس په لومړي سر کې دا مناسبه نه ده چې ولس دې هم هر څه په منډه او ژر وغواړي، د افغانستان په څېر هيواد کې چې له څلوېښت کلونو جګړو وروسته ايله اوس د نسبتاً ارامۍ فرصت موندلی دی، په چيک پواينټونو کې دې د ځينې امنيتي کسانو ناوړه چلند په ټول امارت نه ورتپي، په ادارو کې دې د کاغذپرانۍ د جمهوريت او ديموکراسۍ له اداري فساد سره نه تشبيه کوي،  کرار به ان شاء الله د ژوند چارې سمې شي او موږ به د يو ښايسته پر ځان بسيا افغانستان خاوندان واوسو.

موږ بايد خپل افکار مثبګرا کړو او له منفي ګرايي څخه ځان وساتو، منفي ګرايي خپله يوه داسې ستونزه ده چې انسان ته هيڅ نيکمرغي او ښې شيبې نه ورښيي او هر وخت يې ذهن په منفي او غلطو فکرونو کې ښکېل وي، د مثبتګرايي يوه فايده دا هم ده چې هر وخت به انسان روحاً او ذهناً ستړی نه وي او ارام به وي.

بل دا چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ هيواد او د ستونزو په حل کولو او کمولو کې به ټول له  نظام سره همکاري کوو، بيا به ان شاء الله زموږ او د وطن ستونزې کرار کرار حل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx