دیني، سیرت او تاریخ

ابوذر ته درسول الله ﷺ وصیت

عبدالسلام ضعیف

د چارو د سمبالښت لوی درس دی:

ابوذر رضی الله عنه وایي: ماته رسو ل الله وویل: ابوذره! زه تا ضعیفه ګڼم، ستا لپاره هغه څه خوښوم چې ځانته یې خوښوم، ته د دوو کسانو امیر هم مه جوړېږه او د یتیم د مال تصرف مه کوه.

ولې د ابوذر لپاره رسول الله ﷺ امارت او امانت نه خوښاوه، د هغه ضعف څه وو،؟ سره ددې چې رسول الله ﷺ خپله امیر وو.

علماء کرام وایې: چې په ابوذر کې دري صفته وه
۱- هغه ټولنیز ژوند نه خوښاوه،اکثره وخت یوازي اوسیدی یوازي وفات سو ،او درسول الله ﷺ په قول یواري به جنت ته ځي.

۲- هغه دنیا داره او شتمن خلک نه خوښول تردې چې هغه په اخرکې دمدني دخلکو ژوند هم نه خو ښاوه، کډه یې وکړه غزي ته ولاړی.

۳- هغه دنیا سپکه اوبې ارزشته ګڼله او دمدیني دکورونو دغوړو دود او بوی یې هم نه خوښاوه.
علماء کرام دسوال ځواب هم دابولي چې رسول الله ورته وایې زه تا ضعیفه ګڼم که زه ستاغوندې ضعیفه سم او دغه دري صفته په ځان کې ولرم نو زه به هم مسؤلیت نه خوښوم او دچا دامانت تصرف به هم نه کوم.

حاصل دا چې د مسؤلیت لپاره ټولنیز ژوند او په هغه پوهیدل، د دنیا په چارو پوهاوی، پاملرنه او کار ته کار ویل اړین دي،
ځکه چې د ملت چارې مسؤلیت، امانت او په نهایت کې د ډیرو نا اهلو لپاره ندامت دی.

عن ابي ذر رضي الله عنه قال:
قال لي رسول الله صلى الله عليه وسلم «يَا أَبَا ذَرٍّ، إِنِّي أَرَاكَ ضَعِيفًا، وَإِنِّي أُحِبُّ لَكَ مَا أُحِبُّ لِنَفْسِي، لاَ تَأَمَّرَنَّ عَلَى اثْنَينِ، وَلاَ تَوَلَّيَنَّ مَالَ يَتِيمٍ».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx