افغانستان

د کامدیش پر ولسي خلکو مرګوني بریدونه او د دولت چوپتیا

راپور: زرداد شینواری

د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ په کوشتوز سیمه کې د امریکا بې پیلوټه او جیټ الوتکو په پرلپسې بریدونو د ولسي وګړو مرګ ژوبله له ۵۰ اوښتې.

کامدیش د نورستان ولایت یوه غرنۍ ولسوالۍ ده او د ګاونډي هیواد پاکستان سره پر پوله پرته ده.

د کوشتوز یو تن قومي مشر جمروز چې اوس مهال کابل ته راغلې او د خپلې کورنۍ ۹ تنه یې له لاسه ورکړي کیسه کوي چې اول برید د تیرې پنجشنبې په سهار هغه مهال وشوه چې کله کلیوال د لمانځه په طرف روان وه او همداسې وروسته پرلپسي بریدونه روان وه، دده په خبره تر اوسه د ۳۱ تنو مړي پیدا شوي چي په کې ښځې هم شاملې دي.

جمروز زیاتوي چې په برید کې اته تنه ژوبل شوي هم دي او شاوخوا ۲۲ نادرکه دي.

یاد قومی مشر وایي چې تر اوسه یې هیڅ دولتي چارواکي غږ نه دی اوریدلي او نه یې تر اوسه په افغانستان کې شته رسنیو خبر اخیستی.

قومي مشر په کشتوزی قوم یاد برید قصداً یادوي او وایي چی د نورستان په اداره کي یو شمیر خلک شته چې له دوی سره پخوانۍ دښمني پالي.

نورستان چارواکو په اول کې وژل شوي خلک جنګیالي بللي وه خو وروسته له خپلې خبرې په شا شوي وه.

تر  دې مهاله د ایساف ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x