دیني، سیرت او تاریخ

د انبياوو ترمنځ مشترک صفات او خصلتونه «۱ برخه»

ميا نوراغا

امام شاه ولي الله رحمه الله فرمایي: د ټولو انبیاؤ تر منځ څلور صفات او خصلتونه مشترک دي: طهارت، سماحت، اخبات، عدالت.

طهارت:
طهارت پاکوالی ته وایي خو مفهوم یې ډیر وسیع دی په ډیرو شیانو صادق کیږي: د شخص ظاهري پاکوالی، د عقیدې پاکوالی، د فکر او منهج پاکوالی، اخلاقي پاکوالی، د معیشت پاکوالی، د ټولنې پاکوالی، له تدبیر منزل څخه نیولې تر خلافت کبرا پورې د نظام پاکوالی، د نفاذ او تطبیق پاکوالی.

نبي علیه السلام د امت تر ټولو جامع ترین انسان وي له دې امله هر نبي علیه السلام د خپل وخت او مسؤلیت مطابق د ټولو طهارتونو بیلګه وي او پوره کار یې ورته کړی.

ظاهري طهارت:
د وس او توان مطابق باید هر کس د ځان پاکوالي خیال وساتي، د کاليو ویښتانو، خوله او نوکانو نظافت مراعت کړي، په شریعت کې د هر یو په پاکوالي مستقل مستقل اوامر او ترغیبات راغلي تر څو د انساني کرامت احترام وشي، د الله عز وجل د نعمتنو اظهار وشي او شکریه پر ځای شي.

د عقیدې طهارت:
د الله عزوجل په وحدانیت او د دین په لوازمو کوم چې په قطعي دلائلو ثابت دي قوي غیر متزلزل ایمان لرل.

د الله عزوجل په ټولو کمالي صفاتو چې د ده له شان سره مناسب دي عقیده لرل او یوازې د صفاتو په مظهر او مصداق کې سوچ او فکر کول، مثلا: خلق د الله عزوجل صفت دی مصداق او مظهر یې مخلوقات دي، د خلق په ځای مخلوقاتو کې فکر کول تر څو د الله عزوجل په وحدانیت او کمالي صفاتو عقیده قوي شي.

د فکر او منهج طهارت:
بنده باید د شریعت مطابق پاک فکر ولري په مثبت طرف حرکت وکړي او د شیطان په دسائسو اګاه وي، د ژوندلپاره انفرادي او اجتماعي داسې لاره او منهج اختیار کړي چې شریعت یې مشعل وي، د دنیا او اخیرت کامیابي یې هدف او غرض وي.
د شیطاني او دجالي لومو او کندو څخه محفوظ وي.
حرکت یې د جزبې په ځای په تدبر او احتیاط وي، اجتماعي مصالح یې په شخصي غالب وي.

اخلاقي طهارت:
انسان د الله عزوجل په ځمکه د الله عزوجل خلیفه دی، دا خلافت هغه وخت ادا کولی شي چې د داعي صفات په ځان کې پیداکړي: پاک لمنی، ریښتینی، عادل، حقوق الله او حقوق العباد ته ژمن وي تر څو د دعوت او خلافت بار په سمه توګه تر منزل ورسوي.

د معیشت طهارت:
حلال رزق په حلاله طریقه کسب کړي، په انفرادی او اجتماعي ټوګه د حرامو لارې بندې کړي، د غلا، غصب، غدر، خیانت، بالخصوص د سود دروازې وتړي او پر وړاندې یې حدود او تعزیرات عملي کړي تر څو د یو پاک معیشت لاره هواره شي، اعمال مو د الله عزوجل په نزد قبول شي او د الهي رحمت قابل وګرځو.

د ټولنې طهارت:
یعنې د کلیوالي ، شهري، ملکي او عالمي ژوند په ټولو اړخونو نظر واچول شي د شریعت مطابق د وخت له اسبابو استفاده وشي، په درایت سره د اختیار او اضطرار وخت او ځای وسنجول شي، له دې وروسته یو قوي لایحه عمل منظم او عملي کړی شي تر څو د ناپاکیو ټغر ټول او طهارت وجود ته راشي، لله الحمد زمونږ جامع شریعت کې دا ټول شته خو عمل او تنفیذ یې د وخت او زمان مطابق اجتهاد او تدبیر ته ضرورت لري.

د نظام طهارت:
مونږ لله الحمد هر اړخیز الهي جامع نظام لرو ، خالي دوخت او زمان له مسائلو سره تشریح ، عزیمت او رخصت پیژندلو ته اړتیا لري، چې باید د دنیا او ټولنې په حلاتو پوه د شریعت علماء یې تشریح کړي.

د نظام د نفاذ طهارت:
د نظام ثمرات هغه وخت محسوس کیږي چې کله په پاکه او سالمه طریق نافذ او عملی شي، د رنګ، نسل، سمت، قرابت، انډیوالیزم ښکار نشي، که معیار یوازې علم او تقوا وګڼل شي یقیني ده چې له ثمراتو څخه به یې انسانیت برخمن شي د ناولتیا مخه به ونیول شي، د پاکې او طاهرې معاشرې څښتنان به وګرځو.

بدبختانه مونږ د ټولو بختیو ښکار له دې امله یو چې معیارونه مو د شریعت مطابق نه دي.
پاکي او طهارت غواړو خو یا کار نه ورته کوو او یا د طهارت په لار نه ځو.

اللهم اصلح لنا شأننا کله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx