افغانستانورزش

اسيا جام؛ افغانستان سريلانکا ته د ۸ ويکټو په ستر توپير ماتې ورکړه

نن ټکی اسيا (شنبه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۱ل): افغان لوبډلې د اسيا جام په لومړۍ لوبه کې سيال لوبډلې سريلانکا ته د ۸ ويکټو په ستر توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبغاړو لومړی په توپ اچونه او بيا په توپ وهنه کې په زړه پورې کارکردګي وښوده او د ۱۰۶ منډو هدف يې په لس اورونو کې بشپړ کړ.

رحمان الله ګربز او حضرت ځاځي په زړه پورې توپ وهنه وکړه چې ګربز په ۱۸ توپونو ۴۰ او ځاځي ۳۷ منډې وکړې.

له پچې ګټلو وروسته محمد نبي سريلانکا ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، چې فاروقي له لومړي سره د سريلانکا ويکټې وسوځولې.

سوکه توپ اچونکو د فاروقي او نوين ملاتړ وکړ او په زړه پورې کارکردګي يې وښوده، چې مجيب او نبي ۲-۲، او نوين الحق يوه ويکټه واخيسته.

دغه راز فاروقي د ۱۲ منډو په بدل کې ۳ ويکټې واخيستې. راشد خان چې په ۴ اورونو کې يوازې ۱۲ منډې ورکړې په ويکټه اخيستلو بريالی نشو.

افغانستان به يو ځل بيا د دوشنبې په ورځ د بنګلديش پر وړاندې مخامخ کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx