نظــر

په افغان تلويزيونو کې سیاسي بحثونه

عبدالرحيم ترين

زما په شمول ډیر افغانان او بيلابيل قشر پر افغان تلويزيونو سياسي بحثونه تعقيب کوي.

په دې ټلویزیوني چینلونو چې زیاتره یې شخصي يا خصوصي دي، د معمول په شان په اوونۍ کې شپږ ورځې سياسي بحثونه خپريږي چې ورځني ګرم موضوعات او په مهمو موضوګانو ګرم بحثونه کوي، داسې بحثونه چې تر ډيره حده هيڅ قانون او اصول نه پکې مرعت کيږي.

تر شخصي حريم نیولې بيا تر حکومتي چارواکو، قومي تعصباتو، پیغورونو، ښکنځلو او سپکو سپورو ډک بحثونه پکې ترسره کيږي.
چې په دې بحثونو کې هیڅ داسې اصول په پام کې نه نیول کیږي چې له اسلامي اؤ افغان فرهنګ سره سم يې.
دا بحثونه او جنجالونه ډېر کله په داسې احساساتو او جذباتو سره مله يې چې د بحث ګډونوال پکې يو بل ښکنځي او يو بل ته مخامخ سخت پیغورونه ورکوي.

اکثراً په دې بحثونو کې يو کوربه يا وياند وي چې بحثونه مخته وړي او درې تنه نور يې ميلمانه يې، چې ددې دريو له ډلې يو د حکومت طرفدار بل مخالف او دريم کس يې منځ لارئ يا خيرخواه یې.

خو جالبه پکې دا یې چې د حکومت مخالف پکې له بهرنيو ملکونو را غوښتل کيږي او د سکايپ يا نورو خواله رسنيو میلمه يې، دا کس نو داسې نفر یې چې ددې حکومت له ویرې خارج ته تللی یې او د افغانستان ټولې چارې له فيسبوک او نورو رسنیو له لارې تعقيب کوي او بيا د حکومت ضد دريځ نيسي، ډيری وخت دغه محترم ميلمه هيڅ په حقيقت ولاړ بحث نه کوي او يوازې هغه پروپاګنډ خپروي کوم چې دئ يې له ټولنيزو رسنيو اوري، ویني او بيا پرې قضاوت کوي.

تر ډيره دغه محترم ميلمه هغوی ډاروي او ويره خپروي يا یې هم د افغانستان اړوند د ناسم راتلونکي په اړه تبليغات ورکوي کوم چې دلته افغانستان کې ميشت وي او ليږ هم خوشبین وي د افغانستان راتلونکي ته، حکومت او مسؤلین بيا هيڅ دې رسنيو ته داسې کوم طرزالعمل يا لايحه نه لري يا هم نه ورته وائې چې داسې څوک مه ميلمانه کوی، چې هغوی ویره او اندیښنه خپروئ او خپله په خارج کې ناست يې، چې بيا ددې دروغجنو په تبليغاتو ډيری افغانستان کې له ژوند کولو ډډه کوي او هڅه کوي چې په هره ممکنه لاره يا چانس ولري له افغانستان څخه ووځي.

چې ددې ټولې ویرې او ترهې لامل هغه میلمه شو، کوم چې ناست خارج کې یې او له هغه ځايه له يخ ايسې او اير کنډيشن، پرې وای پای WiFi او نورو سهولتونو لاندې يې او د افغانستان په راتلونکي د خپل فکر اړوندې بې ځايه وړاندوینه کوي.
زه شخصاً کله بهرنيو هېوادونو کې هم سیاسي بحثونه او د هغوی ټلويزنونو سياسي خپرونې څارم، زموږ او د نورو هيوادونو توپير دا ده چې هلته په دې ډول بحثونو کې د چارؤ شنونکي په داسې توګه بحث کوي چې د بحث مخاطبان ترې يو څه زده کوي، ميلمانه د بحث په ارامو مغزو دولت او حکومت ته مشورې ورکوي چې څه بايد وکړي په داسې حساسو شېبو کې، د بحث ميلمه په ډيره مينه د خپل هيواد وګړو ته ډاډ ورکوي چې نظام قوي ده، چې تاسو تشويش مکوئ دا ستونزې به ژر حل کړي او يا به يې حل لاره ورته پیدا کړي، مګر زموږ افغانستان کې بحث نه جمع بندي لري او نه هم داسې يوه نتيجه چې په کتلو وارزي، چې اخير د هغه يو ساعت چې ما دې بحث کتلو ته ورکړ او ضايع مې کړ نتيجه څه شوه او څه به پیښ کيږي، البته دا هغه قشر ده چې مونږ ورته د چارو شنونکي وايو خو له يو څو ګوتو په شمار پرته نور د دې دوو اوربشو په بيليدو هم نه پوهیږي.

بله جالبه یې بيا لا دا چې همدا يو څو ګوتو شمار چې له بهره به بحث کې ګډون کوي د ورځې په دوه دریو ټلويزيوني بحثونو کې ګډون کوي چې دا بيا بيخي د افسوس او شرم خبره ده.

نو په اخير کې حکومت ته به مې مشوره او وړانديز دا يې چې دې ډول بې ځايه او بې ګټو بحثونو ته يو طرزالعمل يا لايحه جوړه کړې، ترڅو نه دا خلک د ولس په منځ کې ويره او انديښنه خپره کړې او نه هم ولس په خپل نظام بې باوره کړي او نه هم د ولس او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx