نظــر

۹سنبله؛ هوکې یوه ستره ورځ ده…!

خالق یار احمدزی

د سنبلې نهمه نیټه، دقیقا هماغه ورځ، چې وروستی بهرنی تیري ګر له هیواده د تیښتې پښې سپکې او د تل لپاره یې دا هیواد، خپلو اصیلو بچیانو ته وسپاره.

هغوی چې دوه لسیزې وړاندې یې د صلیبي جګړو تر نوم لاندې د افغان پر خاروه برید ترسره او د مختلفو موخو لپاره یې د دغه ټاټوبي بچیان وځورول او د خپلو عقیدوي او فکري ارزښتونو د تپلو هڅه یې پرې وکړه؛ چې بالأخره نامراده او سرټیټي شول.
هغوی چې د ملګرو ملتونو تر نوم لاندې یې د خپلو توشیح شویو قوانینو خلاف دلته څو افغان نما څیرې را باندې واکمنې او د هغوی په توسط یې خپلو موخو ته د رسیدو هڅه کوله؛ تر روسي، انګریزي او نورو پخوانیو اشغالګرو څخه ډیر تضعیف او بې روحیې شول.

هوکې! دوی وکولای شول، د څه متاع قلیل «ډالرو» په مټ خپلو کوربنو «افغان نما» څیرو ته دا فکر ور کړي، چې دا جګړه، د دوی د ترسیم شوې واکمني «جمهوریت» د استحکام لپاره ده او امریکایي وینه او پیسه یې په دفاع کې خرچ کیږي؛ خو په اصلي مجالسو کې به یې ددې جګړې ټوله موخه د خپلو ګټو ساتل بلل.

حتیٰ وروسته یې هغو افغان نما ملګرو هم دا اقرار کاوو، چې افغان زلموټي د طالب مقاومت پرخلاف د دوی داصلي خونې «نیویارک او واشنګټن» د تحفظ لپاره قرباني ورکوي.

بلې!
جګړې وشوې، سخت ناورینونه راغلل، کلي او ښارونه مو په اورونو کې وسوځیدل؛ نه مو د مظلومیت چیغه چا اوریده او نه مو هم د بې وسۍ اوښکې چا پاکولې.
خو منان ذات بیا تر شل کلن ازمایښتي پړاو داسې را وایستو چې د دې لویې جګړې ټول زور یې راته د یوه بې وسه او بې کسه غلیم پر وړاندې د یوه کوچني تحرک په څیر ښکاره کړ.

مونږ ته یې قوت را وباښه، حوصلې یې را لوړې کړې او دا فکر یې راکړ، چې کوم څه تاسو یې کلونه د لاسته راوړو په تلوسه کې واست، هغه د ۱۰ ورځني مقاومت په نتیجه کې له کوم زور او ځواک کارولو پرته ترلاسه کیدلی شي.

اوس باید له دې وفهموو چې مونږ د یوه ښه حکومت او ادارې جوړولو لپاره هم ستر ازمایښتي پړاو ته ننوتلي یو.

هر تحرک مو د څښتن تعالیٰ ج لخوا څارل کیږي او زمونږ د نیت او اخلاص مطابق راسره تعامل کیږي.
راځئ د یوه سوچه اسلامي نظام د جوړښت تر څنګ د یوه مترقي او پر ځان بسیا هیواد لپاره هم په بشپړ اخلاص مټې را ونغاړو….!

په درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx